لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وايرس: پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۳۲۲، مړه ۶۳


د سرکاري شمېرو ترمخه به پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۲۴۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی، او پينځه تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

ويل شوي په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۷۳۷ کسانو د کرونا وايرس ټېسټونه او تراوسه پورې ټول ۴۴زره ۸۹۶ ټيسټونه شوي دي.

د حکومتي شمېرو ترمخه تراوسه پورې په کرونا وايرس اخته شوؤ کسانو کې ۵۷۲ صحتمند شوي او دا وخت د ۳۱ روغتيايي حالت خطرناک دی.

په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې په پنجاب صوبه کې ډېرې سېوا کیږي چې دا وخت يې شمېره ۲۱۷۱ ده.

په سند صوبه ک ۱۰۳۶، په خېبرپښتونخوا کې ۵۶۰، په بلوچستان کې ۲۱۲، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۳، په اسلام اباد کې ۱۰۲ او ازادکشمير کې ۲۸ کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د پاکستان صدر عارف علوي ويلي يو ملک هم د کرونا وبا ناڅاپي وبا خورېدو ته تيار نه ؤ ځکه اوس په ټوله به د دغه وبا پرضد مبارزه کولی ش.

هغه ويلي د کرونا نه د ځان او نورو د ژغورنې په لړ کې بايد د ډاکټرانو په لارښوونه عمل وکړی شي.

XS
SM
MD
LG