لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فوچي: د هوا له ګرمېدو سره د کرونا د کمېدو باور نه شته


 ډاکټر انټونیو فوچي
ډاکټر انټونیو فوچي

واشنګټن ډي سي: په امریکا کې د انتاني یا مکروبي ناروغیو متخصص ډاکټر انټونیو فوچي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دا باور نشته چې د هوا له ګرمېدو سره به په نړی کې د کرونا وایرس ګواښ په کمېدو شي.

فوچي د اې بي سي ته په خپلو خبرو کې وویل، د انفلوینزا په څېر نور مکروبونه هوا له ګرموالي سره کمېږي خو د کرونا په اړه دا باور نشته.‌

هغه زیاته کړه، دا په دې معنی چې خلک باید و نه وايي چې د هوا له تودېدو سره به مونږ وژغورل شو بلکه تاسو باید دا په پام کې ولرئ چې وایرس خپل فعالیت ته همداسې دوام ورکوي.

هغه وړاندې وویل، که د هوا له تودېدو سره کومه ګټه ترلاسه کړو نو ښه خبره ده خو مونږ باید ددې په تمه و نه ووسو.

د ډاکتر انټونیو فوچي دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې نړی دا مهال د کرونا په وړاندې روغتیايي او اقتصادي مبارزه کوي.

د وروستیو شمېرو له مخې تر یو نیم میلیون زیات وګړي په کرونا اخته شوي او د مړو شمېر هم شاخوا ۹۴۰۰۰ ته رسېدلی.

په امریکا کې د کار وزارت راپور ورکړی چې ۶.۶ میلیونه نورو نورو امریکایانو هم د د بې کاری د معاوضې لپاره اسناد جمع کړي دي ځکه اکثره کمپنی او کاروبارونه تړل شوي دي.

له ې سره اوس په امریکا کې د بې کارو خلکو شمېر د مرستو غوښتنه یې کړې نږدې ۱۷ میلیونو ته ورسېد.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG