لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عالمګير وزير وايي بغاوت نه کوي د ائين او قانون سره سم خپل حقونه غواړي


عالمګير وزیر

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزير وراره عالمګير وزير د څلور مياشتو نه زياتې مودې وروسته د زندان څخه په ضمانت خوشی شوی دی، هغه د بغاوت په مقدمه کې بنديوان کړی شوی ؤ.

عالمګير وزير وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل په هغه باندې د بغاوت بې بنياده مقدمه درج شوې او که کورنۍ يې بغاوت کولی د هغه د پلار فاروق وزير او کورنۍ د نورو ۱۷ غړو د وژنې په وخت به يې بغاوت کړی وی، هاغه وخت يې نه ؤ کړی اوس به يې څنګه وکړي.

وزیر زیاتوي دوی د ائيني، جمهوري او انساني حقونو دپاره مبارزه کوي، او د چا دپاره هم د کرکې نظريه نه لري چرته چې حقونه تروړل کيږي دوی به د هغې په مخالفت کې غږ پورته کوي.

عالمګير وزیر په ۲۹م نومبر ۲۰۱۹م په پاکستان کې د زده کوونکو د يو والي د ورځې نمانځلو په مناسبت په پنجاب پوهنتون کې غونډې ته وېنا کړې او په خپله وېنا کې يې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو مخالفت کړی ؤ.

هغه ويلي چې د جنرل باجوه د مودې غځول کېدو سره د نورو جرنېلانو حق وهل کيږي.

وزير د پنجاب پوهنتون څخه صنفي يا د جېنډر سټيډيز زده کړې کړي دي او هغه په پوهنتون کې د پښتنو زده کوونکو د يو سازمان (پشتون اېجوکېشنل ډويپلمنټ مومنټ) مشري هم په غاړه لرله.

د نوموړي وکيل لطيف افريدی وايي، هغه د عالمګير پرضد جوړه مقدمه کې عدالت ته ويلي چې دغه د بغاوت قانون د ۱۸۶۰ د انګرېز د وخت دی او عالمګير وزیرته د پاکستان ائين د خپل وګړي د حقونو لاندې د اظهار رایې د ازادۍ حق ورکړی دی هغه خپله رايې بیان کړې او بيا پرې مقدمه جوړه کړی شوې ده.

اوس سپريم کورټ د عالمګير وزير ضمانت منظور کړی دی له دې وړاندې لاندينو عدالتونو د ضمانت ورکولو نه انکار کړی ؤ.

لطيف افريدی وايي د عالمګير وزير پرضد جوړه مقدمه به اوس په لاندينو عدالتونو کې چليږي خو وزير وايي وايي چې هغه به د لاهور هايکورټ ته خواست کوي چې د هغه پرضد جوړه مقدمه ختمه کړي.

XS
SM
MD
LG