لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان دکرونا وائروسو ۳۴ نورې پېښې ثبت شوي،دمړو شمیره۱۸ؤ ته ورسېده


دافغانستان د روغتیا وزارت وایي په تیر یو شوارو کې په افغانستان کې د کرونا وائروسو ۳۴ نورې پېښې رامخې ته شوي چې دې سره په دغه هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۵۵۵ ته رسېدلې ده.

چارواکي وایي تر اوسه دافغانستان بیلابیلو برخو کې د کرونا وائروسو له امله ۱۸کسان مړه شوي اؤ‌۳۷ددې ناروغۍ څخه بیرته جوړ شوي دي.

دافغانستان د روغتیا د وزارت صلاحکار وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي په تیرو څلیریشتو ساعتو کې د افغانستان په کندهار ولایت کې پینځه،هرات کې اته،کابل کې هم اته.نیمروز اؤ بلخ کې څلور،څلور غور،بادغیس اؤ بغلان کې د کرونا وائروسو یوه یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

دغه وزارت وایي د ګرد هیواد په کچه د کرونا وائروسو ۴۰۹۰ نمونې اخستل شوي چې په دې کې د۵۵۵پائیلې مثبت راغلي دي.

د روغتیا وزارت زیاتوي چې د کرونا وائروسو له امله د ۱۸ؤ کسانو د مړینې ترڅنګ د پینځوؤ ناروغانو وضعیت مرګونی هم دی.

دکرونا وائروسو تر ټولو زیاتې پېښې ایران سره دافغانستان په لګیدلي ولایت هرات کې رامخې ته شوي دي.

په داسې حال کې چې کرونا وایرس دلاسه په نړۍ کې د مړه شویو کسانو شمېره د يو ميلين څخه اووختي او يونيم ميلين نه زيات کسان یې مریضان کړي دي،

نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو بوخته ده د ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې د دې ادارې تر جوړېدو ۷۵ کاله وروسته نړۍ د کرونا وایرس له کبله د نړیوال امن، تحفظ او روغتیا له خطر سره مخ د

XS
SM
MD
LG