لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ ایالت کې دکرونا وائروسو له امله څلیریشتو ساعتو کې شپږ کسان مړه شوي


دپاکستان په سندهـ ایالت کې د کرونا وائروسو ۱۰۶تازه پېښې مخې ته راغلي اؤ په دغه ایالت کې ددې وائروسو له امله په یوه ورځ شپږ نور کسان مړه شوي دي.

ددې تازه پېښو سره پاکستان کې د کرونا دناروغانو شمیره ۴۸۹۲ته رسېدلې اؤ تر اوسه ۷۸ کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

دپاکستان دسندهـ صوبې وزیراعلی سید مراد علي شاه د خالي په ورځ په ټوئټر خپل یو ویډیو پیغام کې منلې ده چې په دغه صوبه کې د کرونا ۱۰۴ تازه پېښې مخې ته راغلي اؤ صوبه کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۱۳۱۸ؤ ته رسېدلې ده.

هغه ویلي په ټوله صوبه کې دکرونا ۲۰فیصدي ټیسټونه مثبت راغلي دي چې دا نړۍ د نیمایي څخه هم سیوا دي اؤ په تیر یو شواروز کې دکرونا شپږ ناروغان مړه شوي دي.

پاکستان کې دامهال پنجاب صوبه کرونا وائروسو تر ټولو زیاته ځپلې ده چې دغلته د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۳۳۶ته رسېدلې ده .

همدا شان خیبر پښتونخوا کې ۶۵۶،بلوچستان کې ۲۲۰،اسلام اباد کې ۱۱۳،ګلګت بلتستان کې ۲۱۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د کرونا وائروسو ۳۴پېښې مخې ته راغلي دي.

دپاکستان د صحت وزارت د شمیرو له مخې تر دې مهاله په دغه هیواد کې ۷۶۲کسان د کرونا ناروغۍ څخه بیرته جوړ شوي دي.

ويل شوي په ملک کې ۷۶۲ کسان د کرونا وايرس نه ښه شوي او د ۵۰ تنو روغتيايي حالت خطرناک دی.

په داسې حال کې چې کرونا وایرس دلاسه په نړۍ کې د مړه شویو کسانو شمېره د يو ميلين څخه اووختي او يونيم ميلين نه زيات کسان یې مریضان کړي دي،

نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو بوخته ده د ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې د دې ادارې تر جوړېدو ۷۵ کاله وروسته نړۍ د کرونا وایرس له کبله د نړیوال امن، تحفظ او روغتیا له خطر سره مخ دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG