لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وائروس:دحکومت ترڅنګ شتمنو خلکو اؤ غیر دولتي ادارو هم دبې وزله خلکو مرستو ته مټې بډ وهلي


په پاکستان کې د کرونا وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو اؤ په کاروباري فعالیتونو دبندیز له امله د بې وزله خلکو اؤ په ځانګړې توګه د دیاړي مارې طبقې اقتصادي حالت سخت ځپل شوی چې اوس د دوئ دمرستو دپاره دحکومت ترڅنګ یو شمیر شخصي ادارو،شتمنو خلکو یا کاروباریانو هم مرستې ته راټوپ کړي دي.

د پښتون ځلمي په نوم د کرکټ لوبډلې مالک ښاغلي جاوید اپریدي ۱۰ میلیونه روپۍ دپاکستان وزیراعظم عمران خان ته دهغې دبې وسه خلکو دپاره جوړ کړل شوي فنډ کې ورکړي دي خو بیا د پښتون په نوم دکرکټ لوبډلې اؤ دجنرل پټرولیم وياند ویلي ۲۰ زرو بې وسه کورنیو ته د خوراکي موادو رسولو بېړه يې پغاړه اخستې ده.

وي او ای سره په خبرو کې د جنرل پټروليم ویاند ویلي چې د کمپنۍ مالک کله پاکستان ته راغلو اؤ دلته یې دبې وسه پښتنو خواریکښو بده ورځ ولیدله نو پرېکړه یې وکړه چې دوبۍ ته دتګ پځائ به دې بحراني حالت کې دخپلو خلکو په منځ کې پاتې کیږي اؤ دا چې دکمپنۍ فعالیتونه یې وتړل شول نو پرېکړه یې وکړه چې خپل زرګونه دکمپنۍ ملازمان به اوس ددې خلکو په مرستو ماموروي ترڅو ددغو ملازمانو کارونه هم روان پاتې شي اؤ بې وسه خلکو ته بچي هم نهر پاتې نه شي.

مرستې کمې ،غریبان زیات

د جنرل پټرول د کمپنۍ د وياند په وېنا کمپنۍ يې پرېکړه کړې چې په پیل کې یې پرېکړه کړې وه چې په پینځوؤ زرو بې وسه کورنیو اوړه،غوړي،چیني،دالونه، وریژې ، صابونونه اؤ نور د ضرورت سامانونه ویشي خو وروسته چې یې دخلکو بده ورځ اؤ بې روزګاري ولیدله نو پخپله دې پرېکړه بدلولو مجبور شو.

د کمپنۍ انتظاميه وايي ” دلته ډیر زیات فقر اؤ غریبي ده ،زمونږ اندازه ناسمه وه ،دلته پینځه زره کورنۍ نه بلکې ډیرې زیاتې کورنۍ کرونا وائروسو ځپلي اؤ هغوئ عاجلو مرستو ته اړتیا لري ځکه يې پرېکړه وکړه چې اوس به ۲۰ؤ زرو بې وزله کورنیو ته د هغوئ په درشل راشن رسوؤ”

کمپني زياتوي ددې کار دپاره یې دروند رقم ځانګړې کړی خو وایي چې دپاکستان ترڅنګ افغانستان اؤ دنړۍ نورو یو شمیر هاغو هیوادونو کې یې هم بې وزله خلکو سره مرستې پیل کړي چې د ولږې سره مخ دي.

د کمپنۍ وياند وایي چې دغه مرستې دقام ،رنګ ،نسل،مذهب اؤ عقیدې په اساس نه بلکې دانسانیت سره دښېګړې په اساس په بې وزله خلکو ویشي اؤ‌ هر هغه څوک ترې مستفید کیږي چې کرونا وائروسو یا لاک ډاون یې کارونه زیانمن کړي دي.

د۳۰۰ؤ هنرمندانو کورنیو سره مرسته

جنرال پټرولیم په خیبر پښتونخوا کې د ۳۰۰ نه زیاتو هنرمندانو کورنیو باندې هم خوراکي مواد ویشلي دي اؤ پېښور کې دهنرمندانو د تنظم هنري ټولنه مشر ښاغلي راشد خان یوسفزئ وي او ای ډيوه ته ویلي پښتنو هنرمندانو سره دا مرستې په داسې حال کې شوي چې هغوئ له الله پرته بله هیڅ اسره نه لرله.

راشد خان زیاتوي کرونا وائروسو د هرې طبقې خلک ځپلي خو سندرغاړي اؤ د ټنګ ټکور نړۍ سره تړلي هنرمندان یې بیخي زیات ځپلي دي ځکه چې دهغوئ کارونه ودریدلي اؤ په کورونو کې یې رزق ختم شوی دی.

هغه وایي یو هنرمند په ټولنه کې واضحه پیژندګلو لري ځکه نو هغه نه شي کولی چې په سختو ورځو کې دچا مخې ته دمدد دپاره لاس وغځوي‌ خو وایي جنرل پټرولیم الله تعالی په دې سخت وخت کې دهنرمندانو وسیله جوړه کړه اؤ هغوئ ته یې ښه په درناوي مرستې ورکړې.

استاد احمد ګل څه وایي ؟

وتلی سندرغاړي استاد احمد ګل هم خوشحاله دی اؤ وایي جنرل پټرولیم ورسره په داسې وخت کې دخوراکي موادو مرسته کړې چې هغوئ مرستو ته اړ وؤ خو هغه وایي چې باید نور شتمن خلک اؤ کمپنۍ هم دغسې راپورته شي اؤ‌ په دې سخت وخت کې نه یوازې د هنرمندانو بلکې ټولو بې وسه انسانانو سره مرستې وکړي.

دجنرال پټرولیم ترڅنګ یو شمیر نورو غیر دولتي تنظیمونو ، ادارو اؤ افرادو هم دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان بیلابیلو سیمو کې په بې وزله خلکو د مرستو ویشلو لړۍ ته دوام ورکړی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG