لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

علي وزیر: د قبایلي ضلعو د بې کوره خلکو د مرستې 48 فیصده برخه پوځ ته ورکول کېږي


واشنګټن ــــ پاکستاني رسنۍ وایي د قبایلي ضلعو د بې کوره شوو خلکو د پاره د روان مالي کال فنډ کم کړل شوی، چې اوس به امنيتي ادارو ته د امنيت د ښه کولو د پاره ورکول کيږي خو دا یې نه ده واضحه کړې چې دا پېسې به پوليسو که پوځ ته ورکول کېږي.

د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډان د شنبې- خالي په ورځ په خپل یو خبر کې لیکلي، چې د قبایلي ضلعو لپاره د روان کال د 32.5 اربه روپیو د 48 فیصده برخې د کمي منظوري ورکړل شوې او اوس 17 اربه روپۍ پاتې شوې دي.

ورځپاڼې دا نه دي لیکلي چې د بې کوره شویو متاثرینو د مرستې کمې کړل شوې پیسې به اوس په نویو ضلعو کې د پولیسو په روزنه، په تاڼو جوړولو او په وسله اخیستو لګول کېږي او که به هلته موجودو ملېشه ځواکونو او پوځ ته د امنیت ساتلو لپاره ورکول کېږي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر وایي، دی باوري دی چې دغه پیسې به پوځ ته ورکول کېږي:

"د پولیسو نظام خو هلته تر اوسه لا نه دی برابر شوی او نه خاصه دار په پولیسو اړول شوي‌ دي نو دغه پیسې چې څومره دي موږ په یقین سره ویلای شو چې دا به پوځ استعمالوي".

ډان ورځپاڼې دا خبر د پلان جوړونې او پرمختیا د وزارت له خوا د جاري‌ شوو معلوماتو په بنیاد لیکلی دی، خو پوځ‌ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په قومي‌ اسمبلۍ کې د خیبر ضلعې استازی اقبال اپریدی وایي، دا چې د متاثرینو لپاره ځانګړی شوی فنډ په بل مد کې کارول کېږي، پر دې مسئله به د سېفران وزارت د قایمه کمېټۍ په غونډه کې خبرې کوي:

"بې کوره شوي خلک اوس هم خپلو سیمو ته د ستنېدو په تمه دي، دا پیسې د هغوی د کورونو د بیارغونې، دوی ته د خوراک ورکولو او ژوند جوړولو لپاره دی خو که د دوی فنډ بلې ادارې ته ورکول کېږي دا نه آیین او قانون اجازت ورکوي او نه یې قبایل اجازت ورکوي".

ډان ورځپاڼې لیکلي چې د متاثرینو په پیسو کې تر اوسه ۵ اربه روپۍ لګول شوې دي. د قبایلي ضلعو لپاره د قدرتي آفتونو د مخنیوي د ادارې (پي ډي‌ ایم اې) ویاند احسان داوړ وایي، له دوی سره د متاثرینو لپاره د میاشتنۍ 12000 روپیو ورکولو او د ورانو کورونو د معاوضې ورکولو هیڅ کمی نه شته:

"تر اوسه پورې موږ 32 اربه روپۍ موږ د شمالي‌ وزیرستان اغېزمنو خلکو ته ورکړې دي، د دې میاشتې پیسې به هم ژر منظورې شي".

د قبایلي ضلعو د اغېزمنو او بې کوره شویو خلکو په فنډ کې د کمي دا خبر په داسې وخت کې راغلی چې د جنوبي‌ وزیرستان متاثرینو په پېښور کې د خپلو ورانو کورونو او دوکانونو لپاره د معاوضې نه ورکول کېدو لپاره مظاهرې کولې، خو د کرونا وایرس له کبله یې دغه احتجاج ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG