لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نور الحق قادري: د حج کېدو يا نه کېدو پرېکړه به د روژې تر نيمايۍ وشي


د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزير ويلي، د حج د کېدو یا نه کېدو پرېکړه به د روژې د نيمايۍ پورې وشي او دا هر څه د کرونا وايرس په وبا اډاڼه لري.

نور الحق قادري په يو بيان کې ويلي د سعودي عرب د مذهبي چارو د چارواکو سره په تماس کې دی څوک چې د بېلابيلو امکاناتو جاج اخلي.

قادري ویلي په انساني تاريخ کې له دې وړاندې هم ۴۰ ځله حج پاتې کړی شوی يا جزوي ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړې د حج په اړه پرېکړه به د کرونا وايرس وبا ته په کتو سره کولی شي.

نوموړي ويلي د سعودي عرب د حج وزير يې د مذهبي چارو وزات ته ويلي چې د کرونا وایرس د وبا له امله دې روان کال د حج دپاره تيارياتې په موقتي ډول ودروي.

په نړۍ کې د کرونا وايرس د وبا له امله په نړۍ کې زياتره مذهبي غونډې ځنډول شوي دي.

سعودي عرب د وړاندې په عمره کولو او د جمعې نمونځ په باجوماته ډول ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG