لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیو شواروز په مهال پاکستان کې کرونا وائروس نور اووه کسان وژلي


په پاکستان کې د کرونا وائروسو د څار مرکز وایي په تیرو څلیریشتو ساعتو کې په دغه هیواد کې د کرونا وائروسو ۳۳۶نورې پېښې ثبت شوي چې دې سره پاکستان کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۵۳۷۴ته رسېدلې ده.

تر اوسه دهیواد په بیلابیلو برخو کې د کرونا وائروسو دلاسه ۹۳کسان مړه شوي اؤ ۱۰۹۵ناروغان ددغو وائروسو څخه بیرته جوړ شوي دي.

دصحت په وزارت کې دکرونا ناروغۍ دڅار پرانستل شوي مرکز پخپل بیان کې داتوار په ورځ ویلي د تیر یو شواروز په مهال د درې زره اؤ ۲۳۳شکمنو ناروغانو معائنات شوي وؤ چې دې کې ۳۳۶ په کرونا وائروسو اخته معلوم شوي دي.

دغه مرکز وایي په یو شواروز کې د هیواد بیلابیلو برخو کې اووه کسان د کرونا وائروسو له امله مړه شوي اؤ د ۴۴ؤ نورو حالت اندېښمن دی.

دکرونا دڅار دمرکز دشمیرو له مخې تر اوسه په پنجاب کې ۲۵۹۴،سندهـ کې ۱۴۱۱،خیبر پښتونخوا کې۷۴۴،بلوچستان کې ۲۳۰،اسلام اباد کې ۱۳۱،ګلګت بلتستان کې ۲۲۴ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دکرونا وائروسو ۴۰ پېښې ثبت شوي دي.

د تازه شمېرو له مخې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې 18 لکه زیات کسان په کرونا وایرس اخته دي او یو لک و څوارلس زرو نه زیات یې وژلي دي. په امریکا کې تر ټولې نړۍ زیات خلک اغېزمن دي، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې پینځه لکه ۵۵ زره او د مړیو شمېر یې له ۲۲ زرو نه اوړېدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG