لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس بهر ملکونو ته مزدورو له تللي پښتانه هم سخت اغېزمن کړي


د کرونا وايرس وبا نه يواځې په پاکستان کې، بلکې په بهر هېوادونو کې هم روزګارونه اغېزمن کړي دي چې پکې د اماراتو مېشت پښتانه هم شامل دي.

۳۵ کلن قاضي په متحده عرب اماراتو کې د موبايلو خرڅولو کاروبار کوي او هغه وايي چې وړاندې به يې هره مياشت تر ۵۰ زره روپو کور ته د خرڅ لپاره لېږلې خو اوس نه شي کولی چې ۱۰زره روپۍ هم ولېږي.

هغه وايي چې په اماراتو کې مزدوري کوونکي بې روزګاره شوي دي ځکه چې ټولو شرکتونو يا کمپنيو کاروبارونه بند کړي دي.

د پاکستان د بهر هېوادونو د اوسېدونکو وزارت وايي، شاوخوا اته اعشاريه اته مليونه پاکستانيان په بهر هېوادونو کې ژوند کوي چې پکې يواځې څلور اعشاريه اووه مليونه په منځني ختيځ کې مزدوري کوي.

د راپورونو ترمخه د منځني ختيځ په ملکونو کې د زرګونو شمېره کې د پاکستانيانو نوکرۍ ختمې کړی شوي دي او ويل کيږي يواځې په متحده عرب اماراتو کې د پينځه زره پورې پاکستانيانو په سفارتخانه کې خپل رجسټرېشن کړی چې نوکرۍ يې ختمې شوي دي.

د ياد وزارت په وينا چې هر کال د ۲۰ نه تر ۲۱ اربه ډالره پورې پاکستان ته د زرمبادله په شکل کې رالېږي خو اوس د کرونا وايرس له امله زياتره کاروبارنه اغيزمن شوي، دوي نه شي کولی چې په دې بېړني حالاتو کې خپل خرڅونه هم پوره کړي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پېسو بدلولو يو تن وي او ای ډيوه ته وويل، د پېسو بدلولو په روزګار کې ۵۰ فيصده کمی راغلی دی ځکه چې د بهر نه د غېرملکي کرنسي راتګ بند شوی دی.

د پاکستان مرکزي بېنک په دې ورستيو کې په يو رپورټ کې ويلي وو، په تېرو نهه مياشتو کې د پاکستان نه بهر مېشت پاکستانيانو د تېر کال په نسبت شپږ فيصده زياته زرمبادله راستولې وه.

مرکزي بېنک وايي، د روان مالي کال په درېمه درې مياشتنۍ کال ۲۰۲۰م په نهه مياشتو کې ۱۶ اربه ۹۹ کروړه او ۱۰ لکه ډالره پاکستان ته راغلې دي.

د اقتصاد کارپوهان وايي، د پاکستان زرمبادله بهر ملکي وګړو له خوا د رالېږلو پېسو باندې زياتره اډاڼه لري او که په دې کې کمی راځي نو پاکستانۍ روپۍ به نوره هم د دباو ښکار کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG