لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: وزيرستاني کډوال وايي د کرونا وايرس وبا د خوراک د کمي سره مخ کړي


د شمالي وزيرستان نه د ضرب عضب عملیاتو څخه افغانستان ته تللي کډوال وايي، د وړاندې نه د ستونزو سره مخ ؤ خو اوس د کرونا وايرس وبا يې ژوند نور مشکل کړی او د خوراکي توکيو د کمي او نشتوالي سره مخ دي.

د شمالي وزيرستان سره په پوله پرته د افغانستان پکتيکا په بېرمل اولسوالۍ کې د کډوالو مشر مولا جان وايي په بېرمل ولسوالۍ کې د کډوالو ۳۴۰۰ کورنۍ د افغان دولت سره رجسټر دي او نزدې ۱۰۰۰ کورنۍ داسې دي چې هغه رجسټرډ نه دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل اول به يې د ولسوالۍ نه خوراکي توکي راخيستل خو اوس چې د کرونا وايرس له امله لاک ډاؤن په ځای کړی شوی دوی ته خوراکي توکي نه ترلاسه کیږي.

هغه وويل په پکتيکا کې کمېپ نه لري خواره واره په خېمو کې پراته دي سخت د مشکل سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه دوی ته اوس د وړو ۸۰ کيلوګرامه تروړه يا بوجۍ په اته زره کالدارو مېلاويږي، دوی به خوارۍ مزدورۍ کولې خو اوس هغه مزدورۍ هم نشته چې وکړي او بچو ته پرې وړه راوړي.

هغه وويل کرونا وايرس به يې يا وژني يا نه وژني لوږه به يې مړه کړي.

هغه په نړيواله ټولنه او افغان دولت غږ وکړو چې د دغو کډوالو مرستې وکړي.

د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د ګلان په کډوالو کېمپ کې شاهدين وايي کېمپ يې تړل شوی، نه څوک بهر پرېښودی شي او نه څوک دننه، په يو څو دوکانونو يې ګوزاره روانه ده.

هغه وويل د ګربز ولسوال ورته ویلي که په چا کې د کرونا وايرس نخښې مالومې شوې د دوی سره دې تماس نيسي، خو هغه وايي تراوسه پورې په چا کې د وايرس هيڅ نخښه نه ده مالومه شوې.

شاهدين زیاتوي شپږ کاله يې په افغانستان کې په خېمو کې کډوالي وکړه د پاکستان د حکومت نه بيا بيا غوښتنه کوي چې په علاقه کې امن په ځای شوی دوی دې بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړي.

د افغان دولت د شمېرو ترمخه دوی په ګلان کېمپ کې شل زره کورنۍ رجسټرډ کړې وې او پاتې ډېری نور د اندراج نه داسې پاتې شوي وو.

پاکستاني چارواکي وايي تراوسه پورې په درېو پړاؤنو کې شپږ زره کورنۍ بيرته راوستل شوي او تېر کال په فرورۍ کې دغو کډوالو ته د بيرته ستنېدو ويل شوي او دغو خلکو نزدې څلور زره فارمونه هم جمع کړي وو.

خو کډوال وايي نزدې يو نيم کال پوره کيږي دوی ته بيا هيڅ جواب ونه کړی شو او دوی په تمه ناست دي چې کله به بيرته خپلو علاقو ته ستانه شي.

د قبايلي ضلعو دپاره د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان نه د کډوالو راستنول د دوی په واک کې نه راځي که مرکزي حکومت ورته اجازه ورکړي دوی تيار دي چې دغه خلک بيرته راولي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG