لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په لاک ډاؤن کې نرمي به ګټه که تاوان وکړي؟


د اقتصادي چارو کار پوهان وايي چې د پاکستان حکومت په لاک ډاون کې د نرمۍ کولو پريکړه په دې نه ده کړې چې د کرونا وایرس وبا يې قابو کړې بلکې د اقتصادي بحران او د بې روزګارۍ سېوا کېدو د ويرې يي دا ګام پورته کړی دی او طبې پوهان اندېښنه څرګندوي هسې نه چې د حکومت دا فېصله د کرونا وبا نورې خورېدو سبب وګرځي.

په پېښور کې مېشت ژورنالسټ لحاظ علي وايي چې حکومت د هغو کاروبارونو د پرانستولو فېصله کړې چرته چې خلک په روزانه بنياد د کور خرڅ له پېسې ګټې، هغه وايي که په لاک ډاون کې نرمي نه وی شوی نو بېروزګاري به ډيره سېوا شوې وه؟

" د خېبر پښتونخوا پلانګ اېنډ ډويلپمنټ يا منصوبه بندۍ او پرمختيايي ادارې د شمېرو ترمخه که دا لاک ډاون د ۴۵ ورځو نه سېوا کېږي نو په خېبر پښتونخوا کې دا ويره ده چې د ۲۸ لکو نه زيات خلک چې د روزانه په بنياد يا د هفته وارۍ په بنياد مزدوري کوي په کارخانو کې زراعت کې، دوکانونو کې تړلي شوي دي نو د دغه خلقو د بېروزګاره کېدو ويره ده".

هغه وايي له دغې امله ويل شوي چې " حکومت دا فېصله وکړه چې د هنرمندانو کوم ځايونه دي چې په هغو کې نايي خانې دي، چمياران دي او په هغې نور د هنر سره تړلي خلک دي د دوي دوکانونه دي په محدوده پېمانه په محدودو وختونو کې پرانستی شي".

پېښور کې د سرحد چېمبر آف کامرس پخوانی مشر او صنعت کار ذاهد الله شينواري وي او ای ډيوه ته وويل که حکومت د تاجرانو په مشوره په مکمله توګه د وړومبۍ ورځې نه لاک ډاون کړی وی نو په وايرس به قابو هم مندلی شوی وی او د کاروبار په لړکې به يي يو جامع تګلاره هم وضع کړی وی.

هغه وايي چې اوس هم حکومت د کاروبارونو پرانستو په اړه کومې فيصلې کوي د هغې سره به په راتلونکې کې ملکي اقتصاد نور هم د زيان سره مخ شي.

" چې حجام کولاوهې نو هغې سره کاسمټکس دوکانونه ټرل شوي دي ضرور به پرانستل غواړي، درزي سره به د کپړې دوکانونه کولاوهل غواړي، دا چې ټول کولاو شي نو بيا خو لاک ډاون څه توک نه جوړېږي، دا فېصله يي لېټ کړه نقصان يي پکې هم وکړو او وس يي هم غلطې منصوبې سره کولاوهي لګيا دي چې د هغې نقصان ټول ملک ته هم روان دی کاروباري خلکو ته هم روان دی او ائنده کې به هم د دې وجې ډېره بېروزګاري وي".

د صحت د چارو کارپوهان وايي چې په ټولنه کې د يو تن نه بل تن ته د کرونا وايرس لګېدل پېل شوي، او د دې ډول کېسونو شرح ۵۲ فېصده په ريکارډ راغلې ده.

پوهان دا هم وايي چې د کرونا وبا خوريدو دويم پړاؤ به د روانې مياشتې اخره کې يا د مۍ د مياشتې په وړومبيو ورځو کې شروع شي په کوم کې چې به ګڼ شمېر خلک د دې وايرس له امله اغېزمن کېږي.

د سينې او الرجي متخصص ډاکټر محمد عمران وايي د حکومت دې پريکړې سره به خلک لوس په زيات شمېر کې بازارونو ته را ووځي او دې سره به په ټولنه کې کرونا وبا په تېزۍ سره خوريږي.

نوموړی وايي حکومت تل د خپل اقتصاد د پاره ګامونه پورته کړي خو د عام ولس د صحت په لړ کې يې د سنجیدګۍ نه کار نه دی اخستی.

" سائنس او تحقيق وايي چې لاک ډوان ختميږي نو خلک به ضرور يو بل سره مېلاويږي او مرض به خورېږي، او چې مرض خورېږي او څومره دوې د اقتصاد د مستحکم کولو کوشش کوي نو هغومره به دا ښه خرابيږي، زمونږ سره په دې ملک کې دوه زره دوه نيم زره وينټيلېټرز دي زمونږ سره په هسپتالونو کې کټونه نيشته، په هسپتالونو کې داسې خلک دې چې دا رنز ټوقې ګڼې نو چې يو ډاکټر متاثره شي نو د هغه نه به څومره تنانو ته خورېږي".

هغه زياته کړه "نو دا فېصله به حکومت ته ډېره ګرانه پريوځي ځکه چې صبا له به په هسپتالونو دا ګڼه ډېره سېوا شي، زمونږ سره خو دغه يوه اسره وه لاک ډوان چې د هغې سره به دا مرض کم خورېدو".

په لاک ډوان کې د نرمۍ کولو وروسته د هېواپه کچه د بجلۍ، مستري خانو، نايي خانو او سټېشنرۍ دوکانونه، د دوايانو دوکانونو ترڅنګ د ودانیو د سامانونو نور واړه دوکانونه هم پرانستی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG