واشنګټن: افغان ولسمشر اشرف غني له وسله والو طالبانو وغوښتل چې جګړه ودروي او اوربند وکړي.
ښاغلي غنې دا غوښتنه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یوې ویډیوي پیغام له لیارې وکړه.
د ارګ پر فیسبوک پانه په دې ویډیوي پیغام کې ښاغلي غني ویلي،
"زه په طالبانو غږ کوم چې د ملګروملتونو، د سیمې هېوادونو، د افغانستان د خلکو او د دولت دغه برحقه غږ ته مثبت ځواب ووايي، جنګ بس او اوربند وکړي."
وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې د ولسمشر اشرف غني د اوربند ددې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې، ناټو، ملګروملتونو او د اروپايي ټولنې استازو هم له طالبانو غوښتي وو چې په تاوتریخوالي کې دی کموالی راولي او اوربند ته دې غاړه کېږدي.
افغان ولسمشر په طالبانو باندې د اوربند غږ په داسې حال کې کړی چې افغان دولت په هېواد کې د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوي ته ټول پام اړولی.
اشرف غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې افغان دولت له لومړۍ ورځې کورونا جدي بللې او د هېواد د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ یې په ټول هېواد کې د قرنطین مرکزونه جوړ کړي دي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې خلکو ته ويي، که غواړئ په د یوې لویې غمیزې مخه ونیسئ نو په کورونو کې پاتې شئ.
ولسمشر غني دا هم وویل، چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ به له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د کرونا په اړه د هغوی د پخوانیو کړو ژمنو په اړه خبرې وکړي.
وروستي راپورونه وايي چې د کرونا وایرس له امله تر اوسه پورې په افغانستان کې ۷۸۴ کسان اخته او ۲۵ تنه یې مړه شوي دي.