لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: د شمالي کوریا هیکران بانکونو او مالي ادارو ته ګواښ جوړوي


د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا چارواکو خبردارې ورکړې چې د شمالي‌ کوریا هیکرز بینکونو او نور مالي ادارو لپاره خطره جوړیدلې شي.

د امریکا خارجه وزارت، خزانې وزارت، د قامي سلامتیه ادارې هوم لینډ سیکورټي‌ او د امریکا مرکزي‌ پلټنو ادارې ایف بي‌ ايي لخوا دا وضاحت نه دی شوی چې دا خبردارې دوي وس ولې ورکړ. یو ورځ وړاندې پیانګ یانګ د میزایلو ازموینه هم کړي وه.

د امریکا پوځي‌ چارواکي د نهې په ورځ‌ د شمالي‌ کوریا میزایلي‌ تجربو په اړه فکرمنده نه ښکار کیدل او وئیل یې کیدشي شمالي کوریا دغه میزایلې تجربې د هیواد باني مشر کیم سنګ د زیږون د ورځ په مناسبت سره کړي‌ وي.

خو د شورو په ورځ یې خبردارې ورکړ چې د شمالي‌ کوریا انلاين فعالیتونه نړیوال مالیاتي‌ ادارو ساک او ثبات ته نقصان رسولې شي.

پدغه خبرداري کې ویلې شوي چې د شمالي‌ کوریا هیکران دا صلاحیت لري چې امریکا مالیاتي‌ نظام باندې برید وکړي. د پیانګ یانګ هیکرانو په اړه دا انديښنې نوي‌ خبره نده.

امریکا تور لګوي‌ چې نومبر ۲۰۱۴م کې د شمالي کوریا سوني پیکچر باندې سائبر برید کړي وو او د شمالي کوریا سره تعلق لرونکي هنرمندانو د بینکونو او اې ټي‌ ایمز مشینانو نه په میلنونو ډالر غلا کړی وې. په شمالي کوریا تور دې چې وانا کرايي ټو پوائنټ زیرو نومې کمپیوټرپروګرام هم هغوي جوړ کړی وو چې له سببه یې په ۱۵۰ هیوادنو کې کمپیوټر نظام ته نقصان رسیدلې وو.

په وروستو کې ملګرو ملتونو ته یو رپورټ کې معلوم شوي‌ وو چې د ایټمي پروګرام له سببه چې‌ په شمالي‌ کوریا کوم اقتصادي بندیزونه لګولې شووو دهغې سره دغه هیواد ته دوه بلینه ډالره نقصان رسیدلې وو، کوم چې بیا د دغه هیواد هیکرانو پوره کړو.

د سائبر سیکورټي‌ یا د انټرنیټ امنیت ساتونکي شخصي کمپنیانو یره څرګند کړي چې دامریکا خبردارې نه معلومیږي چې شمالي‌ کوریا د هیکنګ د خدمات نور خلکو ته هم ورکولې شي.

XS
SM
MD
LG