لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نورالحق قادري: د کرونا وایرس له کبله به د جوماتونو د بیرته پرانیستلو پرېکړه ریاست کوي


د پاکستان د مذهبي امورو مرکزي وزير ويلي د کرونا وايرس د وبا په مهال به په روژه کې د تراويح او نورو اجتماعي عبادتونو لپاره د جوماتونو د پرانیستلو پرېکړه د علماوو په مشوره کوي خو وایي وروستۍ پرېکړه به د رياست پاکستان وي.

د وي او ای اردو څانګې سره په مرکه کې مرکزي وزير نور الحق قادري وويل په روژه کې به خلک د پاکستان نه عمرې ته نه شي تلی، سعودي عرب په روژه کې عمرې ودرلي دي.

هغه وويل په جوماتونو کې د عبادتونو په اړه د ځینې علماؤ اختلاف د کرونا وايرس له سببه نه دی بلکې په تېر وخت کې هم داسې شوي دي.

قادري زياته کړه تراويح نفلي عبادت دی او چې فرض نمونځ او جمعه محدود کېدی شي نو تراويح به څنګه کيږي، په دې خبره کېدی شي، او په دې اړه به علما په اعتماد کې اخستلی شي.

هغه زياته کړه په ځینې خبرو علما د حکومت سره ملګري دي او په ځينو اختلاف موجود دی خو د هغو د اماده کولو هڅه به کولی شي.

دې پوښتنې ته چې د رويت هلال کمېټۍ مشر مفتي منيب الرحمان په روژه کې د نمونځ او تراويح کولو په لړ کې د لاک ډاؤن د بندېز نه کولو ويلي، په ځواب کې قادري وويل نه دی پوهه چې مفتي منيب الرحمان دغه خبره په کوم ماحول کې کړې ده.

قادري وويل رياست رياست وي دوی به د چا په خوښه فېصلې نه کوي رياست به داسې فېصلې کوي چې د اولس په ګټه وي.

د حج کولو په اړه هغه وويل په دغه اړه به د سعودي عرب د حکومت پرېکړه ختمي وي او د روژې د اخرې پورې ښايي د حج کېدو يا نه کېدو پرېکړه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG