لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې یو بل تن په کرونا وائرس مړ شوی


دخیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې دعبدالوسع په نوم یو بل تن د کرونا وائروسو له امله مړ شوی چې دې سره په دغه سیمه کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره شپږو ته ورسیدله.

دسوات نه د ډیوه دخبریال فیاض ظفر له مخې ۶۴کلن عبدالواسع دخوازه خیلې سیمې اوسیدونکي اؤ دسیدو په روغتون کې بستر ؤ.

هغه د کرونا وائروسو ترڅنګ د دمې.بلډپریشر اؤ تور زیړي په ناروغیو هم اخته ؤ چې نن د جمعې په سحر یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دخیبر پښتونخوا دصحت وزیر تیمور جګړا د زیارت په ورځ په یو ټوئټ کې ویلي وؤ چې صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۴۲ ته رسېدلې ده.

تر اوسه په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو ټولې ۹۱۳ پېښې ثبت شوي اؤ په دې کې تر ټولو زياتې مثبتې پېښې هم په پېښور کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۲۳۵ ده، په مردان کې په ۱۰۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

دپاکستان دصحت محکمه کې د کرونا وائروسو د څار دڅانګې دشمیرو له مخې دتیر یو شواروز په ماله ۴۱۴دکرونا وائروسو نوې پېښې په ګرد هیواد کې ثبت شوي دي .

دڅار دغه څانګه وایي دکرونا وائروسو تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب ایالت کې مخې ته راغلي چې شمیره یې ۳۲۹۱ ده اؤ په سندهـ کې ۲۰۰۸کسان په کرونا وائروسو اخته شوي دي.

همدا راز په خیبر پښتونخوا صوبه کې ۹۱۲،بلوچستان کې ۲۸۰،ګلګت بلتستان کې ۲۳۷،اسلام اباد کې ۱۴۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې۴۶ دکرونا وائروسو پېښې ثبت شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

کېلیفورنیا کې ځايي مېرمنې څنګه د افغان کډوالو مرستې کوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG