لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عوامي نېشنل ګوند: د ږوب په قمردین کارېز کې سلګونه بند افغانان دې افغانستان ته پرېښوول شي


واشنګټن ـــــ د عوامي نېشنل ګوند غړو د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان د ږوب سیمې مربوط په تحصیل قمردین کارېز سیمه کې د لېویز تاڼې مخې ته احتجاج پیل کړی او له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی په سیمه کې د سلګونو بندو افغانانو لپاره دې پوله خلاسه کړي. وایي په دغو بندو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د احتجاجي پرلت منتظم باز خان المیار وایي، د افغانستان سلګونه اوسېدونکي د چارواکو له خوا په قمردین کارېز کې ایسار کړل شوي دي او خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي. ښاغلي المیار وي او اې ډیوه ته د ټلیفون له لارې وویل:

"په پنجاب، کراچۍ، خیبرپښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې چې د افغانستان د غزني او پکتیکا ولایتونو خلک کارونه کوي، د کرونا وایرس له کبله د دوی دوکانونه، هوټلونه او نور کاروبارونه بند شوي او بیرته خپلو کورونو ته ستنېږي خو اوس یې د قمردین انتظامیه نه پرېږدي".

په پاکستان کې د کرونا وایرس له خپرېدو وروسته حکومت د مارچ له ۲مې راهیسې د تورخم او چمن پولې بندې کړې وې او د اپرېل له ۶مې تر ۹مې یې په دواړو پولو کې بند زرګونه افغانان د افغان حکومت په غوښتنه خپل هېواد ته پرېښوول، خو اوس د دغو دواړو لارو تر څنګ په قمردین کارېز کې هم ګڼ شمېر خلک بند پاته دي.

په قمردین کارېز کې د عوامي نېشنل ګوند احتجاجي پرلت.
په قمردین کارېز کې د عوامي نېشنل ګوند احتجاجي پرلت.

باز خان المیار وایي، په پوله کې د دغو بندو کسانو شمېر شاوخوا ۸۰۰ دی چې وایي په دوی کې هغه کوچیان هم شامل دي چې د ژمي په راتګ سره تر پوله را اوړي او پنجاب ته ځي او د پسرلي په راتګ سره بیرته افغانستان ته ستنېږي. المیار وایي انتظامیه دغو بندو خلکو ته ډوډۍ هم نه ورکوي:

"په بازار کې هوټلونه یواځې د قمردین خلکو ته د ورځې خلاس وي‌ د شپې یې بند کړي، یو دوه تنورونه وو دغو بندو خلکو به وچه ډوډۍ ځنې واخیسته بیا به په مسجدونو کې ویده شول خو اوس یې مسجدونه هم پر بند کړي دي، اوس ځایي خلک دوی ته ډوډۍ ورکوي".

د قمردین کارېز تحصیلدار عمران خان وایي، له لوړپوړو چارواکو سره په تماس کې دي او ژر به د دې ستونځې لپاره د حل لاره ولټوي. تحصیلدار عمران خان وي او اې ډیوه ته وویل:

"پوله د کرونا وایرس له کبله بنده ده، موږ له ډي سي صاحب [ډپټي کمشنیر] سره خبره کړې ده، خبرې مو روانې دي او توقع ده چې ژر به پوله خلاسه شي".

احتجاج کوونکي‌ له حکومته غوښتنه کوو چې پوله دې د دغو بندو افغانانو لپاره په بشپړه توګه پرانیستل شي، وایي‌ که داسې نه وي د ورځې دې یې د درو ګنټو لپاره پرانیزي چې خلک تر پوله واوړي او خپلو کورونو ته لاړ شي، وایي که دغه بندو خلکو ته لاره ور نه کړي نو دوی به خپل احتجاج ختم نه کړي.

XS
SM
MD
LG