لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې د کرونا وايرس د لاک ډاؤن پرضد مظاهرې شوي


د امریکا په ټېکساس کې د خالي/ شنبې په ورځ يو احتجاجي لاريون ويستل شوی چې پکې زياتره د صدر ډانلډ ټرمپ پلويانو ګډون کړی دوی د دفترونو او کار د ځايونو پرانستلو غوښتنه کوله.

دا په داسې حال کې چې په امريکا کې د کرونا وايرس نه د مړینو سره نوې پېښې نورې سېوا کيږي.

د امریکې نيويارک چې تراوسه پورې کرونا وايرس تر ټولو زيات ځپلی، ګورنر يې ويلي نيويارک اخر چې د صحت د بدترينه بحرانه ووځي.

د خالي په ورځ په نيويارک کې د کرونا وايرس نه نور ۵۴۰ کسان مړه شوي دي، دا شمېره د اپرېل د لمړۍ نېټې نه د ورځې په سر د مړينو تر ټولو کمه شمېره ده.

د جمعې په ورځ په نيويارک کې د کرونا وايرس نه ۶۳۰ کسان مړه شوي وو.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د خالي/ شنبې په ورځ ویلي که تېرو ورځو ته وکتلی شي نو تاسو ويلی شئ چې شايد مونږ د بدترينه صورت حال نه وتلو پله روان يُو کوم چې يو ښه خبر کېدی شي.

خو کومو ويلي بيا هم لږ تر لږه د دوه زره پورې کسان هره ورځ روغتونونو ته راځي.

د نيوجرسي نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ریاست کې نور ۲۳۱ کسان مړه شوي او ورسره په دغه رياست کې د مړو شمېره د څلورو زرو نه سېوا شوې ده.

د امریکې د جونز هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وايرس نه ۳۹زره ۸۹ کسان مړه شوي او په اووه لاکه ۳۵ زره ۲۴۲ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

XS
SM
MD
LG