لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس تر ټولو زيات کسان په خېبرپښتونخوا کې مړه کړي، علتونه يې څه دي؟


په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات ۶۰ کسان په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي، دا په داسې حال کې چې په نور ملک کې د کرونا مثبت پېښې زياتې او مړينې کمې او خېبرپښتونخوا کې په کرونا اخته کسانو شمېرې کمې او مړينې سېوا دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس ټولې ۷۹۹۳ مثبت پېښې مخې ته راغلي چې پکې په خېبرپښتونخوا کې مړينې پينځه فيصده جوړيږي په نور ملک کې دا شرح یو يا دوه فيصده ده.

خبریال لحاظ علي په خېبرپښتونخوا کې د مړينو د زیاتې شرح په اړه وايي، یو خو دلته خلک په احتیاطي تدابیرو صحیح عمل نه کوي او بل دا چې زمونږ ۷۰فیصده آبادي په کلیوالو سیمو کې ده او هلته انتظامیه د رسېدو توان نه لري.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې علي وويل،دا شمېرې به نورې هم سېوا وي که چرته طبي معاینات يا ټېسټونه يې وشو.

هغه زياته کړه په پنجاب کې دا وخت په نهه لیبارټریانو کې معاینات کیږي خو پښتونخوا کې صرف یوه لیبارټري د کرونا معاینات کوي او دا کوم ۶۰ تنان چې مړه شوي دي په دوی کې هم په ۱۱ کې د مرګ نه پس معلومه شوه چې کرونا وهلي وو.

نوموړی وايي د دې نه په صوبه کې د معایناتو سمه اندازه کېدی شي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس وهلو شمېره ۷۹۹۳ ته رسېدلې چې پکې ۳۶۴۹ په پنجاب کې، ۲۳۵۵ په سند کې، ۱۱۳۷ پښتونخوا او ۳۷۶ بلوچستان کې دي. او پاتې د ګلګت بلتستان، کشمیر او اسلام آباد کې مخې ته راغلي دي.

خو د مړینو شمېره په پنجاب کې ۴۱، سندهه کې ۴۸، بلوچستان کې ۵ او پښتونخوا کې ۶۰ ده او په دې حساب پنجاب کې د مړینو شرح یو اعشاریه دولس فیصده، سند کې دوه فیصده، بلوچستان کې یو اعشاریه درې فیصده خو پښتونخوا کې بیا د مړینو شرح تر ټولولوړه پينځه اعشاریه اوویشت فیصده ده.

درې ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سکتر محمد یحیی اخونزاده ډیوه ته ویلي وو د کرونا د اغېزمنو تنانو په حواله پېښور د کراچۍ او لاهور نه پس درېم ښار ګرځیدلی دی. او دلته د مړینو شمېره هم سېوا ده.

کارپوهان نظر لري که حکومت، عامو خلکو او سیاسي مدني ټولنو په وخت په دې لړ کې ګامونه پورته نه کړل نو هسې نه پښتونخوا به د هېواد تر ټولو زیاتو اغېزمنو سیمو کې بدله شي او دلته چې د صحت کومې اسانتیاوې موجودې دي هغه به د ناروغانو د درمنلې دپاره ډېرې کمې پاتې شي.

ډاکټرانو وخت په وخت دغه اندېښنې څرګندې کړي چې د حکومتي اسانتياؤ د نشتوالي يا کموالي سره د خلکو بې احتیاطي به د کرونا وايرس د وبا خورېدو دوه غټ علتونه سبب ګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG