لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۱۷ تنه مړه شوي، د مړو شمېره ۱۷۶ ته ورسېده


پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۱۷ تنه مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړو شمېره ۱۷۶ ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په اته زره ۴۱۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ويل کیږي تراوسه پورې په ملک کې د کرونا وايرس يو لاک څلور زره ۳۰۲ معاينات (ټېسټونه) شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې مړي تر ټولو سېوا

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات کسان مړه شوي چې شمېره يې ۶۷ ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې د کرونا وايرس ټولې ۱۲۳۵ مثبتې پېښې مخې ته راغلي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په دغو کسانو کې ۲۶۷ صحتمند شوي هم دي.

په نورو صوبو کې څه حال دی؟

په ملک کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۳۷۲۱ ده، او ۴۲ تنه پکې مړه شوي او ۷۰۲ ترې ښه شوي هم دي.

په سند صوبه کې په کرونا وايرس ۲۵۳۷ کسان اخته شوي او ۵۶ ترې مړه شوي او ۶۲۵ ترې صحتمند شوي دي.

بلوچستان صوبه کې په ۴۲۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او پينځه تنه ترې مړه شوي، درې درې تنه په ګلګت او اسلام اباد کې مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG