لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۷ تنه مړه کړي، د مړو شمېره ۲۰۹ شوه


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۱۷ تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي، چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۲۰۹ لوړه شوې ده.

د دولتي شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره يو لاک ۱۸ زره ۲۰ ټېسټونه شوي او په ۹۷۴۹ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په تېر ۲۴ ساعتونو کې ۵۶۳۷ ټېسټونه شوي او په ۵۳۳ کسانو کې پکې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

د دولتي شمېرو ترمخه په کرونا وايرس اخته خلکو کې تراوسه پورې ۲۱۵۶ کسان ښه شوي هم دي.

د تېر په څېر په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه د مړينو شمېره نوره هم سېوا شوې او تر دې دمه پکې ۸۰ کسان مړه شوي دي.

په سند کې ۶۶ او په پنجاب کې ۵۱ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۹۳۰، په سند کې ۲۳۲۲ او په پنجاب کې ۳۵۳۵ ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG