لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس خېبر پښتونخوا کې دسبزیانو کاروباریان څومره اغېزمن کړي؟


د کرونا وايرس د وبا سره چې هر ډول روزګارونه اغېزمن شوي د مردان په سبزي منډۍ کې کارکوونکي وايي، د دوي کاروبار هم ورسره نيم په نيمه کم شوی دی.

د دوي په وينا چې د کله نه بازارونه تړل شوي لاک ډاون شوی له هغې وروسته د دوي کاروبارونه ډېر اغېزمن شوي دي.

د مردان د سبزۍ منډۍ مرستيال مشر عبدالکريم وايي، په صوبه کې مېلې بندې دي، لرې پرتو سيمو او په خصوصي توګه شمالي سيمو ته د سبزيو وړلو لپاره ګاډي نشته.

نوموړی وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځه د پولې تړلو وروستو سوداګر د ستونزو سره مخ دي، که دغه پوله ازاده وې نو لږ تر لږه ټماټر دوي هلته لېږلی شو ځکه چې په افغانستان کې د ټماټرو بيعه لوړه ده، دوي به د څه نا څه تاوان نه بچ پاتې شوي وو.

عبدالکريم زياتوي چې د کرونا وايرس له امله د ګاډو کرايانې هم زياتې شوې دي او د دې ترڅنګ په ډيرو ځايونو کې په ګرانو بيعو هم د وړلو لپاره ګاډي نشته.

د سوداګرو په وينا چې د افغانستان په کابل، ګردېز او جلال اباد ايالتونو کې د پاکستان د سبزيو غوښتنه ډېره ده خو اوس دغه بازار هم ايران قبضه کړی دی ځکه چې د پاکستان نه هلته د سبزيو وړلو کوم انتظام نشته.

بل اړخ ته د خېبرپښتونخوا ډېرو ځايونو ته د سند او پنجاب صوبو نه سبزۍ راځي او ورسره په صوبه کې پېدا کېدونکې سبزۍ هم نرخ ډېر کم کړی دی.

د سوداګرانو په وېنا دلته پېدا کېدونکې سبزي ټېنډې يوه بورۍ چې وړاندې په ۴۰۰ روپۍ خرڅېده اوس په ۳۰ روپۍ خرڅېږي.

د سبزيو ترڅنګ د چرګانو خرڅوونکي هم دا ګيله کوي او په مردان ضلع کې د چرګانو د کاروبار سره تړلی يو تن غفور شاه وايي، هوټلې بندې دي، په ودونو بندېز دی. دا وخت دوي ته په يو من چرګانو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ روپۍ تاوان رسېږي.

په مردان ضلع کې يو اړخ ته د سبزۍ د کاروبار سره تړلي خلک دا رنګه ګيلې کوي خو بل اړخ ته ځايي خلک د دې ويرې هم ښکار دي چې د سبزئ په منډۍ کې د مناسب احتياطي ګامونو نه پورته کولو له کبله د کرونا وايرس د خورېدو امکان لا زيات شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG