لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس څخه پاکستان کې د مړو شمیره ۲۳۷ؤ ته ورسېده


پاکستان کې په کرونا وائرس د اخته ناروغانو شمیره ۱۱۱۵۵ ته رسېدلې ده اؤ تر دې مهاله په دې وائرس ۲۳۷کسان مړه شوي هم دي چې دې کې تر ټولو زیاتې مړینې خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي دی.

په پاکستان کې په کرونا نظر لرونکي دولتي مرکز(نیشنل کمانډ اینډ کنټرول) پخپلو تازه خپرو کړو شمیرو کې ویلي په تیره یو شواروز کې ۶۴۲ نوې د کرونا وائرس پېښې ثبت شوي دي.

دغه مرکز وایي په ګرد هیواد کې نور ۱۹ تنه هم دکرونا وائرس له امله مړه شوي چې دې سره تر اوسه ګرد هیواد کې د مړو شمیره ۲۳۷ته رسېدلې ده.

خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائرس له امله تر ټولو زیات خلک مړه شوي چې شمیره یې ۸۵ ته رسېدلې ده .

همدا شان حکومتي شمیرې ښایي چې سندهـ کې ۷۳،پنجاب کې ۶۵،بلوچستان اؤ ګللګت بلتستان کې په کرونا وائرس اخته درې،درې ناروغان مړه شوي دي.

تر اوسه په ګرد هیواد کې د کرونا ناروغۍ معلومولو په غرض د دیو لک ۳۱زرو اؤ ۲۶۵کسانو ټیسټونه شوي دي چې هغې کې دکرونا د مثبتو پېښو شمیره ۱۱۵۵ ده.

پاکستان کې تر اوسه ۲زره اؤ ۵۲۷کسان ددې ناروغۍ نه روغ شوي هم دي؟

دا مهال د کرونا تر ټولو زیات ناروغان په پنجاب کې ثبت شوي چې شمیره یې څلور زره اؤ ۷۶۷ ده، همدا شان په سندهـ کې ۳۶۷۱،خیبر پښتونخوا کې ۱۵۴۱،بلوچستان کې ۶۹۷،ګلګت بلتستان کې ۳۰۰،اسلام اباد کې ۲۱۴ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۵۵ کسان په کرونا وايرس اخته دی.

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۷ لکه او ۱۸۰۰۰ او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له یو لک او ۹۰۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

یواځې په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له اته لکه او ۸۰۰۰۰ څخه اوختی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.‌

په امریکا کې تر ټولو زیات ځپل شوی ایالت نیویارک دی چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر دوه لکه ۷۰۰۰۰ او د مړو شمېر پکې ۲۱۰۰۰ ته نږدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG