لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائیک پومپیو:دکرونا وائرس خوریدو له امله روژه کې باید له مسلمانانو دقربانۍ ګډوري جوړ نه کړل شي


دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو په نړیواله رورولۍ ټینګار کړی چې د دکرونا وائرس خوریدو په وجه د روژې میاشت کې مسلمانانو څخه د قربانۍ له ګډورو جوړولو ډډه وکړي.

د روژې دمیاشتې په اړوند خپل یو پیغام کې دبهرنیو چارو وزیر ویلي دې مقدسو ورځو وړاندې نه د نړیوالو وبا له امله جلا شکل خپل کړی دی، په داسې حال کې دمسلمانانو په ګډون د ځېنو مذهبي ډلو ستونزې سیوا کیدای شي.

مائیک پومپیو ویلي “مونږ په ټولو دولتونو اؤ ټولنو ټینګار کوو چې دا مهال خپل ټول پام باید خدمت اؤ یو والي ته وګرځوي اؤ دکرونا وائرس په ضد روانه جګړه کې د کمزورو اؤ پسمانده طبقې اؤ وګړو د روغتیا اؤ پالنې انساني دندې په ښه توګه ترسره کړي”

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړې رمضان دټولو عقیدو منونکو ته د خواخوږۍ ، په خپل عمل د غور کولو اؤ ددې خبرې باوري کولو ښودنه کوي چې د ستونزو څخه ډکو دې شېبو کې بید هر څوک خوندي پاتې شي.

تر دې وړاندې دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم دنړۍ مسلمانانو ته د رمضان دمیاشتې په پیل کیدو مبارکي ورکړې وه اؤ ویلي یې وؤ “دتیرو میاشتو راهسې مونږ ولیدل چې په دې سخت وخت کې دډعا طاقت څومره ارزښت لري؟”

په نړۍ کې دا ځل مسلمانان د مقدسې میاشتې رمضان هرکلی په داسې حال کې کوي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وائرس وبا خوره شوې اؤ تر اوسه په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۷ لکه او ۱۸۰۰۰ او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له یو لک او ۹۰۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

یواځې په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له اته لکه او ۸۰۰۰۰ څخه اوختی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.‌

په امریکا کې تر ټولو زیات ځپل شوی ایالت نیویارک دی چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر دوه لکه ۷۰۰۰۰ او د مړو شمېر پکې ۲۱۰۰۰ ته نږدې شوی دی.

په امریکا کې دوهم نمبر زیاتې پېښې په نیوجرسي ایالت کې دي چې له یو لک څخه اوښتي او ۵۴۲۸ کسان پرې مړه شوي دي.

په پاکستان او افغانستان کې هم د کورونا پېښې په زیاتېدو دي چې په پاکستان کې دا مهال له ۱۱۱۵۵ او په افغانستان کې له ۱۲۸۰ څخه زیاتې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG