د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو صوبايي اتحاديې د حکومت نه غوښتي چې کرونا وايرس ته په کتو دې په ملک کې لاک ډاؤن نور سخت کړی شي، خلک دې د کورونو پورې محدود او د ټېسټونو کول دې سېوا کړی شي.
د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر امیرتاج خان ويلي، په درې ورځو کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو په شمېره کې درې زره اضافه شوې او په خېبرپښتونخوا کې د ۸۰ نه زيات کسان په کرونا مړه شوي دي.
د سرکاري شمېرې ترمخه په پاکستان کې د کرونا وایرس نه تر ټولو زيات مړي په خېبرپښتونخوا کې شوي چې شمېره يې ۸۵ ده.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ډاکټر اميرتاج ویلي تراوسه پورې د دوی خپله د ۱۶ ډاکټرانو په ګډون په ۴۰ تنه طبي عمله کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۴۰ داسې دي چې هغوی قرنطين دي او د هغو ټېسټونو ته په تمه دي.
وي او ای ډيوه ته په لېږلې خبر پاڼه کې نوموړي ډاکټر ويلي، د کرونا وايرس چې په څومره تېزۍ سره خوريږي بايد دې ته سوچ وشي خلک دې په کورونو کې پاتې شي او د ډاکټرانو سره دې د کرونا وبا پرضد مبارزه کې همکاري وکړي.
دوی ویلي يواځې د احتیاط د لارې د کرونا وايرس نه خلاصېدی شو.
ډاکټر تاج زياته کړې دوی پوهه دي چې کاروباري ټولنه پرېشانه ده خو ژوند بيرته نه راځي که صحت وي نو کاروبار کېدی شي.
هغه ويلي دوی د جوماتونو بندولو په حق کې نه دي خو بايد احتیاط وشي فرض نمونځ دې په جومات کې او تراويح دې په کورونو کې وشي.
نوموړي دا هم ويلې چې اوس هم ځينې خلک دا ناروغي سازش ګڼي خو بل لور ته دا وبا په تېزۍ سره خوريږي، په سړکونو ګاډي روان، دوکانونه خلاص دي.
هغه زياته کړې په پاکستان او خېبرپښتونخوا کې په روغتونونو کې اسانتياوې کمې دي نورې ناروغۍ نه قابو کيږي د کرونا مقابله به څنګه کولی شي.
ډاکټرانو د ټېسټونو سېوا کولو، د خلکو د ضرورتونو پوره کولو او ډاکټرانو او نورې طبي عملې د ساتنې د الاتو پوره کولو غوښتنه کړې ده.
ډاکټرانو دا غوښتنې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله ۲۳۷ کسان مړه او په ۱۱زره ۱۵۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.