لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو ایچ او: داسې نخښې نه شته چې له کرونا وایرسه جوړ تن ته دا ناروغي بیا نه ور پورې کېږي


واشنګټن ــــ د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او خبرداری ورکړی چې داسې څه نخښې نه شته چې د کرونا وایرس د ناروغۍ جوړ شوي تن ته دې بیا دغه وایرس نه ور پورې کېږي.‌ دغې دارې دا خبرتیا په خپل یوه لنډ ساینسي بیان کې خپره کړې ده.‌

په داسې حال چې د دې وبا د بیا خپرېدو ویره شته ځنیې هیوادونه د خپلو بندو کاروبارونو د بیا پرانیستلو ګامونه اخلي.

په ایران کې هم په داسې حال کې د دې وبا د بیا خپرېدو ویره پیدا شوې ده چې یوې خواته په منځني ختیځ کې کرونا تر ټولو ډېر ځپلي دې هیواد کې روژه ده او بل اړخ ته د امریکې له اقتصادي‌ بندیزونو سره مخ دی.

د ایران د وبایي ناروغیو د مخنیوي وزارت ویلي چې د ایران په شمالي ایالتونو کې د کرونا وبا د بیا خپرېدو نخښې ښکاري،‌ چې وایي هلته دوی د دې وبا د مخنیوي په اړه ډېر کار کړی وو.

باوجود د دې چې د کرونا وایرس نه په نړۍ کې مرګونه د دوو لکو څخه زیات شول، ډېر هیوادونه په شمول د امریکې غواړې چې خپلې اقتصادي ‌هلې ځلې بیا پیل کړي او په سفري بیدیزونو کې نرمي وکړي.

د صدر ټرمپ اداره کوشش کوي چې اقتصادي فشار کم کړي.‌ د جمعې په ورځ صدر ټرمپ‌ نژدې ۵۰۰ بلینه ډالره پیکج باندې لاسلیک وکړ، چې وړو کاروبارونو او هسپتالونو ته به ورکړل کیږي.

کرونا وایرس د ټولې نړۍ کاروبارونه او نورې چارې په ځای ودرولې، خو ای ایم ایف او د پیسو نړیوال بېنک ویلي‌ چې غریب او پرمختلونکي‌ هیوادونه به د دې وبا له کبله له ډېر بد حالت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خواراک ادرې ویلي چې سږ کال به قریباً دوه سوه شپېته میلینه خلک د لوږې یا د خوارک د کمي سره مخ شي چې وایي د تېر کال په مقابله کې به دوه چنده وي.‌

د ملګرو ملتونو جنرل سیکټری انتونیو ګوتېریس په حکومتونو غږ کړی چې د ناروغه شوو خلکو د صحت سهولت او د خوارک پېکیجونه دې وکړي او ډاډ دې تر لاسه کړي چې د ډېرو اغېزمنو خلک سره مرسته وشي.

بلخوا سپېن چې د کرونا وایرس له وجې ډېر خلک پکې مړه شوي، تر ټولې نړۍ زیات د صحت کارکونکي په دغه هیواد کې په کرونا وایرس اخته شوي دي. د یورپ د ناروغیو د مخنیوي اداره په خپل رپورټ کې وایي ‌چې په سپېن کې تر دوه لکه او شپږ زره نه زیات خلک په کرونا وایرس اخته شوی چې اتلس فیصده پکې د صحت د محکمې کارکوونکي‌ دي. ‌

بل اړخ ته د سپېن حکومت اعلان کړی چې د څوارلس کالو نه کم عمر ماشومان به اجازه ولري ‌چې د اتوار په ورځ‌ د کور نه بهر ولاړ شي.‌ یاده دې وي‌ چې د ۱۵ مارچ وروسته به دا لومړی ځل وي چې دوی‌ به بهر وځي.

XS
SM
MD
LG