لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور د روژې هغه ګرم ماذیګري اوس څنګه دي ؟


د روژې په ورځو کې عموماً دپېښور سړکونو ماذیګر مهال دومره ګرم وي چې دپېښې اېښودلو ځائ پرې نه وي خو صوبه کې روان لاک ډان له دا ځل د روژې ماذیګري ساړه کړي دي اؤ‌ هغه خواریکښه طبقه چې دمزدورۍ دپاره یې سترګې د روژې میاشت ته وې ، دمایوسۍ سره مخ ده.

دپېښور په زیاتره سیمو کې ماذیګر مهال خلک په روژه ماتې اخستو پسې بازارونو ته اوځی اؤ د دوکانونو ترڅنګ په سړکونو دلاسو ریړو کې خوراکي شیان لګیدلي وي چې په دغو ریړو دخریدارو له حده زیات رش لیدل کیږي.

دهمیش پانچې

همیش ګل هم دپېښور په ګنج سیمه کې هغه مشهور د پانچو یا دڅاروؤ دپخو پښو پلورونکی دی چې روژه کې ورته دلرې لرې سیمو نه خلک ورځی اؤ دهغه پانجې د درېوؤ نه نیولې تر پینځوو ساعتو د اوږد انتظار نه وروسته په زړه چاودون ترلاسه کوي.

دهغه پانچې په تول پېښور کې مشهورې دي اؤ له روژې پرته ورته په عام ورځ هم خلک په قطارونو کې ولاړ وي خو په روژه کې د همیش ګل پانچې په بخت بیدار سړی ترلاسه کولی شي.

دخالي په ورځ همیش ګل دمعمول مطابق ښې ډيرې پخې پښې یا پانجې خپل دوکان ته د پلورلو دپاره راوړې وې اؤ دهغه ګاهکان د هغه له دوکان خلاصیدو مخکې د هغه د دوکان مخې ته ورټول شوي وؤ .

خو دهمیش ګل د دوکان خلاصیدو سره سم پولیس د هغه دوکان ته ورسېدل اؤ‌ په هغه یې خپل دوکان وتړلو.

دپولیس لخوا دخلکو له شړل کیدو باوجود یو شمیر خلک په ساعتونو د پانچو د ووکان مخې ته ولاړو ؤ چې ګنې پولیس به لاړ شي اؤ دوئ به په بېړه پانچې ترلاسه کړي خو په موقعه ولاړ یو پولیس افسر یا سب انسپکټر ښاغلي محمد ارشد ډیوه ته وویل هغه اؤ ورسره نور په ډیوټۍ ولاړ پولیس به تر هغې له دې ځایه نه ځي تر څو دماښام بانګ نه وي‌ شوی.

دهمیش ګل پانچو واله یو شاګرد چې دپولیسو له ویرې دخپل بند دوکان څخه په زیات واټن پټ ولاړ ؤ خپل ګاهګ ته یې تسلۍ ورکولې چې تاسو مه ځئ اوس دوکان پرانزو اؤ پانچې درکوؤ خو د ماښام له رانزدې کیدو سره سم د هغه دمخ رنګونه بدل شول اؤ پخکړې څلور غټې پتیلې پانچې ورته پځائ دوکان بندې پاتې شوې.

دبېکرۍ په دوکانونو دپولیسو پهره

دګل بهار سټار بیکري هم د خوږو هغه ستر اؤ مشهور دوکان دی چې د روژې په ماښامي کې پکې بختور سړی خواړه یا ترسکون خوراکونه ترلاسه کولی شي خو د ماذیګر څلورو بجو سره سم سټار بیکري هم دپولیسو لخوا وتړل شوه اؤ هیڅوک دغه دوکان ته نه ورپرېښودل کیدل.

په موقعه ولاړ د پولیسو یو افسر جاوید علي وویل “دا خلک خو په ځان نه دي ، په کرونا وائرس یې هیڅ کار نشته خو وایي چې څنګه به پیزه یا کیک کور ته یوسي اؤ مونږ سره د دوئ د ژوند غم دی ځکه دوئ منعې کوؤ اؤ په یوځائ راټولیدلو ته یې نه پریږو”

سید نواب خپله د لاسو ریړه له هندواڼو راډکه کړې وه اؤ د پېښور د اشنغرۍ سیمې د بازار نه یې په منډه منډه دخپلې ریړې یوې کوڅې ته د ننویستلو هڅه کوله،

ډیوه ته یې په منډه یوازې دومره وویل” پولیس راپسې دي، دغه بلې کوڅې ته راشه”

په فردوس کې دجلیل مشهور دکبابو دوکان هم تړل شوی ؤ خو زیات خلک دهغه د دوکان مخې ته هم ورټول وؤ چې که دوکان یې خلاص شي اؤ کباب ترلاسه کړي.

کچالو پیړه،مربه، دهي بلې، پانچې، چهولې ،لوبیا،پیکوړې اؤ کجورې د روژې دماذیګړي هغه خوراکي توکي وي چې تر ټولو زیات خرڅېږي خو د خالي په ورځ دسخت شوي لاک ډاؤن له امله دماذیګر نه وروسته دغه هرڅه دپېښور په لویو اؤ مهمو بازارونو لکه کیسه خانۍ،ګینټه ګهر،صدر، نوتهیه،ګلبهار،اشنغرۍ ،رامداس، کوهاټۍ اؤ ګنج کې نه موندل کیدل.

دخیبر پښتونخوا حکومت صوبه کې دکرونا ناروغۍ په بیړې سره دخوریدو دمخنیوي په موخه د جمعې د ورځې نه په لاک ډاون کې د سختۍ راوستلو پرېکړه کړې ده اؤ په ډاګه کړې یې ده چې که دماذیګر دڅلور بجو وروسته له درملتونونو پرته نور دوکانونه پرانستې ولیدل شي نو هغوئ باندې به درنې جرمانې لګول کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG