لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: نړيوال پروازونه به تر ۱۵ می ځنډېدلي وي


د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د کرونا وایرس د وبا له امله به نړيوال پروازونه تر ۱۵می پورې ځنډېدلي وي.

پاکستان د کرونا وایرس د مخنيوي په لړ کې په لمړي ځل د مارچ په ۲۱م نړيوال پروازونه تر څلورم اپرېل ځنډولي وو.

د پاکستان سېول اېوي اېشن اتهارټۍ د نړیوالو پروازونو د ځنډولو د مودې غځولو ويلي دي.

خو ويل شوي د حکومت په امر امدادي يا ځانګړو الوتکو او سامانونو وړونکو الوتکو ته به د تلو راتلو اجازت وي.

د کرونا وایرس د وبا د مخنيوي په لړ کې په ملک کې دننه هم د پروازونو تګ راتګ ودرول شوی دی.

راپورونه وايي د پاکستان نه امریکا او برتانيه د خپلو وګړو دپاره الوتکې راليږي او خپل وګړي اوباسي.

پاکستانۍ ميډيا دا هم وايي چې پاکستان انټرنېشنل ائيرلاين (پي ايي ای) به د ځانګړو الوتکو د لارې ۲۰ زره پاکستانيان بيرته راولي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي ؤ په بهرنيو هېوادونو کې ۶۰زره پاکستانيانو ځانونه رجسټرډ کړي څوک چې غواړي بيرته ملک ته راستانه شي او حکومت هڅه کوي چې د وړوکي اختر نه وړاندې دغه خلک بيرته راولي.

د ځايي ميډيا ترمخه پي ايي ای به په راتلونکو ۱۵ ورځو کې کراچۍ، لاهور، اسلام اباد، فېصل اباد، پېښور، ملتان او سيالکوټ هوايي اډو ته راولي.

ويل شوي راتلونکي مسافر به په هوايي اډو د سکريننګ د عمل نه تېرولی شي او که په چا کې د کرونا نخښې ښکاره کیږي نو ۱۴ ورځې به قرنطين کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG