لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا پاکستان کې ۱۸م اییني ترمیم دپوځي امریت مخه نیولې چې دختمولو هڅې یې کیږي؟


اتلسم آیني ترمیم کې د وفاقي حکومت لخوا د بدلون د اشارو نه وروسته حکومت مخالفه ګوندونو سخت غبرګون ښودلی او وایي دجمهوري قوتونو لخوا دحکومت له دداسې هرې هڅې مخه به نیول کیږي.

کال ۲۰۱۰م کې ددغه ترمیم برخه پاتې شوی ملت پاله سیاستمدار افراسیاب خټک وي اوی ای ډیوه ته وایي دې ترمیم د ۱۹۷۳م اساسي قانون خپل ځایې ته راوستی دی او د فوځي آمریت لیاره یې نیولې ده نو ځکه غیر جمهوري قوتونو ته اتلسم ترمیم لویې خنډ ښکاري.

افراسیاب خټک وویل جګړه په دي ده چې پاکستان کې به حکومت څوک کوي. داحکومت به ایا غیرمنتخب پوځ، عدلیه یا ججان کوي او که په پارلیمان کې منتخب شوي ګوندونه به حکومت کوي؟

نوموړی وايي په کال ۲۰۱۰ کې د پاکستان په ایین کې د اتلسم ترمیم لاندې ۱۰۲ اییني مادو کې بدلونونه راوستی شو چې پکې ترټولو مهم بدلون د ایین ارټیکل شپږم کې شوی ؤ

ددغه بدلون ترمخه نه یوازې په آیین کې بدلون راوستل شوی ؤ او ایین د يښو لاندې کول نه بلکې ددې معطل کول یا ځنډول هم غداري ګرځولی شوې ده.

د عوامي نیشنل ګوند عمومي سکتر میا افتخار حسین وایي دې ترمیم سره وړو صوبو ته خپل حق ترلاسه شوی دی او دا د پاکستان د بقا لپاره ضروري دی.

هغه وویل عوامي نیشنل ګوند په کراتو کراتو واضحه کړې ده چې اتلسم ترمیم کې د ګوتو وهلو دهرې هڅې مخه به په سختۍ سره نیسي اؤ چاته به اجازه ورنکړي چې په دغه ترڅ کې دصوبو په حقونو ډاکه واچوي یا جمهوریت کمزوری کړي.

بل پلو ته د جمیعت علمایي اسلام امیر مولانا فضل الرحمان د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو سره ټیلیفوني رابطې کړې دي او نن یې خپور شوي یو ويډیوي پیغام کې ویلي دي که ددې ترمیم یوه ماده هم ختمه کړی شوه نو بیا به سردوباره یو آین سازه اسمبلي جوړول وي تر څو نوی اساسي قانون جوړ کړي.

تر اوسه دپاکستان حکومت په رسمي توګه دمخالفه ګوندونو دې غبرګونونو ته څه جواب نه دی ویلی اؤ نه یې کوم ډاګیز اعلان کړی چې ګنې اتلسم اییني ترمیم ختموي خو حکومتي چارواکي وخت په وخت دغه ترمیم کې د اصلاحاتو په نوم دلاسوهنې اشارې کوي.

د پاکستان د وړو صوبو په ګټه اتلسم اییني بدلون د پیپلز ګوند په تېر حکومت کښې پارلمان منظور کړی وو چې تر مخه یې نه ېوازې هېواد د صدارتې نظام نه پارلماني نظام ته اړول شوې ؤ بلکې په ملکي دستور کښې د وړو ایالتونو لپاره ټاکل شوې خپلواکي هم ایالتونو ته ورکړل شوی وه .

او هم ددغه بدلون له لارې پارلمان دپېښتنو دصوبې نوم د صوبه سرحد نه په خېبر پښتنخوا بدل کړی ؤ.

د کال ۲۰۱۸ په لومړیو میاشتو کې جنرل باجوه د ملک په اتلسم آییني بدلون باندې نیوکې کړې وې کوم چې د پاکستان منتخب پارلیمان په کال ۲۰۱۰ کې په متفقه توګه باندې منظور کړی وو.

دغه آییني بدلون په داسې طریقه باندې جوړ کړی شوی وو چې په راتلونکې کې د پوځي حکومتونو مخه ونیولی شي. په دغه اییني ترمیم کې صوبو ته د زیات واک اختیار ورکولو سره د ملک وفاق مضبوط کړی شوی وو او ددې نه غیرجمهوري شقونه لرې کړی شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG