لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې په یوه ورځ دکرونا وایرس دلاسه د ۱۵کسانو مړینه،دناروغانو شمیره ۱۶۱۷ته ورسیده
تازه خبر

پاکستان کې په یوه ورځ دکرونا وایرس دلاسه د ۱۵کسانو مړینه،دناروغانو شمیره ۱۶۱۷ته ورسیده


دصحت محکمې چارواکي وایي په پاکستان کې دکرونا وایرس له امله نن د زیارت په ورځ نور ۱۵ کسان په یوه ورځ مړه شوي چې دې سره دکرونا د ناروغانو دمړینې کچه ۳۵۸ته لوړه شوې ده اؤ دکرونا دنوؤ پېښو مخې ته په راتلو سره ګرد هیواد کې په کرونا داخته ناروغانو شمیره ۱۶۱۷ ته رسېدلې ده.

تر اوسه د کرونا تر ټولو زیات ناروغان په خیبر پښتونخوا صوبه کې مړه شوي چې شمیره یې ۱۲۲ ده اؤ ددې ترڅنګ سندهـ کې هم ۱۱۳ اؤ‌ پنجاب کې ۱۰۳ کسان په کرونا وائرس مړه شوي دی.

په بلوچستان کې ۱۴،اسلام اباد کې څلور،ګلګت بلتستان کې درې کسان په دې وبایي ناروغۍ مړه شوي.

پاکستان کې په کرونا دڅار دولتي مرکز وایي په سندهـ صوبه کې نن ۳۵۸ دکرونا نوې پېښې مخې ته راغلي اؤ ۱۲کسان مړه شوي هم دي چې دهغې پخلی د سندهـ وزیرعلی مراد علي شاه کړی دی.

پخپل یو بیان کې د سندهـ وزیراعلي ښاغلي مراد علي شاه ویلي سندهـ صوبه کې دا مهال په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۶۰۵۳ ده اؤ‌۱۱۲ کسان له دې وائرس څخه مړه شوي هم دي.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو ادارې پي‌ ډي‌ ایم ای ویلي په پنجاب کې هم نن ۲۳۴ د کرونا وائرس نوې پېښې مخې ته راغلي اؤ درې کسان هم ددغه وائرس له امله مړه شوي دي.

د پي‌ ډي‌ ایم ای پنجاب کې د کرونا ناروغان تر ټولو زیات دي چې شمیره ۶۰۶۱ ته رسېدلې اؤ دغلته ۱۰۳ کسان په دې وائرس مړه شوي دي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د چهارشنبې په ورځ د کرونا وائرس ۱۵۳ نوې پېښې مخې ته راغلې وې اؤ اته کسان هم په دې وائرس مړه شوي وؤ .

دصوبې چارواکي وایي تر دې مهاله د نور پاکستان په پرتله خیبر پښتونخوا کې دکرونا وائرس له امله تر ټولو زیات ۱۲۲کسان مړه شوي اؤ ۱۳۱۳ کسان په دې وايرس اخته دي.

حکومتي شمیرې ښایي چې خیبر پښتونخوا کې تر اوسه ۶۱۴کسان له دې ناروغۍ روغ شوي هم دي.

د زیارت په ورځ بلوچستان کې هم دکرونا وائرس څلور تازه پېښې ثبت شوي چې دې سره دغه صوبه کې دکرونا دناروغانو شمیره ۹۷۸ ته رسې دلې ده.

په دغه صوبه کې تر اوسه ۱۴کسان په کرونا وائرس مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG