لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور کې وړومبۍ ښځینه خبریاله ثمینه ناز په کرونا وائرس اخته شوې


ثمینه ناز دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور سره تړاؤ لرونکې وړومبۍ ښځینه خبریاله ده چې په کرونا وائرس اخته شوې خو هغه وایي حوصلې یې لوړې دي اؤ په دې پوهیږي چې پخپل عزم ،حوصله اؤ همت به دې ناروغۍ ته ماتې ورکوي.

ثمینه ناز چې دامهال دیو سیمه ییز راډيو سره دخبریالې په توګه دنده ترسره کوي،تر دې دمخه یې یو شخصي ټيلي ویژن کې دخبریالۍ په توګه کار کولو،دجزنلزم په څانګه کې دماسټرۍ ډګرۍ لري اؤ کورنۍ یې ټوله لوستې ده.

هغه وایي نه وه ورته معلومه چې هغه په کرونا وائرس اخته شوې ده خو د زیات احتیاط په توګه یې وغوښتل چې دخپل ځان ،خپلې ۶۵کلنې مور، ورندار، ورور اؤ دکورنۍ دنورو غړو ټيسټونه وکړي ترڅو معلومه کړي چې دوئ کې څوک په کرونا وائرس خو نه دي اخته؟

کرونا نه په خبریدو دهغې څه احساس ؤ؟

وي او ای سره خبرو کې ثمینه ناز وایي کله چې دهغې د کرونا ټیسټ وشو اؤ رزلټ یا نتیجه یې مثبت راغله نو هغه د لږ ساعت دپاره خفه اؤ پرېشانه شوه خو بیا ترې ډیر زر خپل ټول خفګان اؤ پریشاني د خپلې کورنۍ دنورو غړو دپاملرنې خیال هیر کړل.

هغه وایي زمونږ خو بیا هم ځواني ده، قوت مدافعت مو مضبوط دی، پوهیږو که احتیاط وکړو نو ځان له دې وایرس خلاصولی شو ، خو زه اصلاً خپلې۶۵ کلنې مور ته ډيره فکرمنده وم چې هسې نه هغه رانه په وایرس اخته شوي وي.

د ثمینه ناز په وینا ماته خو معلومه هم نه وه چې زما ټیسټ پازیټیو راغلی دی، دکور نور خلک مې هم پخپله ځان سره هسپتال ته بوتلل اؤ هلته راته د ډاکټرانو نه معلومه شوه چې ماته کرونا وائرس لګیدلي دي.

“په ځان خفه شوم خو په دغه شیبه ماته دخپلې ناتوانه بوډۍ مور په سترګو کې ژوند ډير بې وسه مخې ته نیغ ودریدو اؤ ډاکټرانو ته مې منتونه وکړل چې دالله دپاره زما دمور ټیسټونه وکړئ که دې ته کرونا وائرس لګیدلي وي چې په وخت یې علاج وشي ځکه چې ددې عمر داسې نه دی چې علاج کې یې د ځنډ نه کار واخستل شي”

ثمینه ناز وایي په هغه مهال یې روغتون کې د مور په شمول د کور دنورو پینځوؤ غړو ټیسټونه ونه شول اؤ دوئ ته مشوره ورکړل شوه چې باید کور کې قرنطین شي خو وایي درې ورځې وروسته د روغتیا محکمې لخوا دهغې دکورنۍ دنورو غړو ټيسټونه هم اخستل شوي اؤ‌ اوس هغوئ دغو ټيسټونو ته انتظار کوي.

دعلاج نه ولې نه ده مطمئینه؟

هغه دحکومت له لوري دکرونا دناروغانو په علاج هم ډيره مطمئینه نه ده اؤ وایي کله چې هغوئ دکور دننه قرنظین کړل شول نو دصحت هیڅ رقم اسانۍ ورته نه وې ترلاسه، تر دې چې چا یوه پینا ډول(دتبې) ګولۍ هم نه ده ورکړې

“دغم دپاسه غم خو دا ؤ چې حکومت یا دصحت محکمې زمونږ معائنه نه کوله،دوایانې یې نه راکولې اؤ که رور یا د کور بل غړی به مې دکوره بهر دوایۍ اخستلو پسې وتلو نو پولیسو بهر نه پرېښودو اؤ مونږ حیران پریشان وؤ چې یا الله اوس څه وکړو؟”

قرنطین کې دثمینه ناز مشغولتیاوې

ثمینه وایي اوس هغه دخپل کور یوه کوټه کې قرنطین شوې ،دخپل کور دخلکو،ملګرو،عزیزانو یا خپلوانو سره یې لیدل کتل اؤ ناسته ولاړه پرېښې ده.

“زه وخت دسره په ورزش اموخته یم اؤ اوس هم چې روژه ماته کړم نو نیم ساعت ورزش وکړم،بیا دقران شریف تلاوت ته کینم ، څه د ادبي کتابونو مطالعه وکړم، په واټس اپ اؤ‌ انسټاګرام هم خپلو ملګرو سره رابطه کې یم اؤ هر هغه څه کووم جې د روغ صحت په مهال به مې کول.

ثمینه ناز وایي هغې دپاره دقرنطین ورځې شپې لکه د اعتکاف حیثیت لري چې عبادتونه هم پکې کوي اؤ دلاسه یې څوک ازاریږي هم نه .

د خبریالې ثمینه ناز وي او ای ډیوه سره خبرې دلته اوریدئ شئ

sameena naz
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00


  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG