لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې تراوسه دخبریال حیات الله د وژنې دپلټنو راپور خپور نه شو؟ پېښور هائیکورټ سپیناوی وغوښتو


دغه کمیشن د خبریالانو او نورو اړونده اشخاصو سره د لیدو وروسته یو راپور جوړکړی ؤ خو د پیښور هایي کورټ وکیل طارق افغان وایي تر دې وخته یاد راپور خپور نه کړی شو نو ځکه دوي د حیات الله د ورور په درخواست پیښور هایي کورټ ته عریضه کړې ده چې د اوریدنې لپاره منظوره شوه

د کال ۲۰۰۵م وروستۍ میاشت کې نامعلومه وسله والو د شمالي وزیرستان نه خبریال حیات الله تښتولی ؤ په ملکي او نړیوال کچ ددغې عمل په ضد احتجاجونه شوي وو خو ددې باوجود د کال ۲۰۰۶م جون میاشت کې د حیات الله مړی تر لاسه شو.

ددغې وژنې د پلټنو لپاره د هاغې وخت د سترې محمکې مشر قاضي د پیښور هایي کورټ مشر قاضي جسټس رضا محمد خان په مشرۍ یو کمیشن اعلان کړی وو.

دغه کمیشن د خبریالانو او نورو اړونده اشخاصو سره د لیدو وروسته په دوه دیرشو پاڼو مشتمل یو راپور جوړکړی ؤ خو د پیښور هایي کورټ یو وکیل طارق افغان وایس آف امریکا ډیوه ته وایي راپور تر دې وخته خپور نه کړی شو نو ځکه دوي د حیات الله د ورور په درخواست پیښور هایي کورټ ته عریضه کړې ده چې د اوریدنې لپاره منظوره شوه.

طارق افغان وایي د بده مرغه دکال ۲۰۰۶م نه تر۲۰۲۰م پورې راپور نه خو دحیات الله کورنۍ ته ورکړی شو او نه هم عام کړی شو نو ددې لپاره مونږ عریضه کې داخله وزارت او د پښتونخوا د کورنیو چارو سکتر فریق جوړ کړي دي.

وکیل طارق افغان وایي هایي کورټ ددوئ نه جواب غوښتی چې ولې راپور د حیات الله کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

طارق افغان وایي کله چې اړونده ادارې خپل جواب هایي کورټ کې داخل کړي نو د هغې نه وروسته به د اوریدنې لپاره نیټه وټاکل شي.

هغه زیاتوي دا دحیات الله د کورنۍ قانوني حق دی چې ورته معلومه شي نوموړی چا تښتولی، چا ساتلی او چا وژلی ؤ؟

دښاغلي افغان په وینا پاکستان د راپورونو او کمیشنونو په حواله زیات روښانه تاریخ نه لري او د کرونا په وجه زیاتره دفترونه تړل شوي دي نو امکان لري د بحث زر شروع کیدو لپاره مونږ یو بل درخواست هم جمع کړو.

کومو وختونو کې چې د حیات الله پیښه رامینځ ته شوې وه هاغه وخت ورته نورې پیښې هم فاټا کې شوې دي او د ټرایبل یونین آف جرنلسټس پخوانی صفدر حیات داوړ وایي د راپور عام کیدو سره به نه یوازې د حیات الله وژونکي معلوم شي او دده کورنۍ ته به انصاف ترلاسه شي، بلکې سیمه کې نور هم ۱۵ خبریالان وژل شوي دي، ددوي وژونکي به هم په ډاګه شي.

وایي راپور که د ګورنر ماڼۍ کې دی او که داخله وزارت کې خوندي شوی دی، باید عام کړی شي اؤ د حیات الله وژنه کې چې کوم تنان ککړ پاتې شوي دي، هغوي ته دې د قانون مطابق سخته سزا ورکړی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG