لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عارف وزير د خپلې کورنۍ ۱۸م غړی دی چې په هدف کړی شو


عارف وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال عارف وزير چې په وسله وال بريد کې ژوبل شوی او ژوند يې د لاسه ورکړو، کورنۍ يې وايي هغه د خپلې کورنۍ ۱۸م غړی دی چې په دغه ډول برید کې وژل کيږي.

په عارف وزیر د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله وال بريد شوی هغه پکې سخت ژوبل شوی، او نن د خالي/شنبې په ورځ يې د اسلام اباد په پمز روغتون کې د سر د عملياتو (اپرېشن) په وخت ژوند د لاسه ورکړو.

د عارف وزير د پلار او ورور وژنه

د عارف وزیر د تره زوی او د علي وزير کشر ورور مزمل وايي په کال ۲۰۰۵م کې د عارف وزير د کور سره نزدې د دوی په ګاډي وسله وال بريد شوی چې پکې د عارف پلار او ورور، او ورسره د علي وزیر پلار او ورور او د کورنۍ بل غړی يې وژل شوي وو.

"په دغه پېښه کې د دوی د کورنۍ پينځه غړي وژل شوي وو".

هغه وويل د يادې پېښې "۱۵ ورځې وروسته د عارف بل ورور هم په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ".

هغه زياته کړه عارف وزير دې پينځه وروڼه ؤ چې پکې درې تنه په وسله والو بريدونو کې ووژل شو او دوه بچ پاتې دي.

د علي وزیر مور څه موده وړاندې وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي، "په کورنۍ کې ورته اووه کونډې پاتې شوي او چې په کومه پېښه کې مېړه سره د کورنۍ د پينځه تنو وژل شوي په هغه ورځې ورته ښکارېدل لکه چې په کور کې يې هډو سړي پاتې نه وي".

د عارف وزير کورنۍ او سياست

مزمل وايي چې په کورنۍ کې يې علي وزير او عارف وزیر سیاست کولو، علي وزير په بهر او عارف وزیر يې د کور کلي او علاقې سياست کولو او په علاقايي جرګو مرکو کې به بوخت ؤ.

هغه وويل عارف وزير او کورنۍ ته يې ګواښونه ؤ خو عارف وزير ويل هغه به په خپله علاقه وي او خپل ژوند او مرګ يې د خپلې کور کلي سره تړلی ؤ.

د ۳۶ کلن عارف وزير نه ښځه او پينځه بچي پاتې شو. مزمل وايي د هغه دوه زامن او درې لوڼه دي او د مشر بچي عمر يې اته کاله دی.

د عارف وزير په پي ټي اېم کې زنداني کېدل

عارف وزير چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تعلق درلود، د پي ټي اېم د جوړېدو وروسته هغه خپل زيات فعاليتونه هم په پي ټي اېم کې کول.

هغه د پي ټي اېم د فعاليتونو په مهال شپږ ځله نیول شوی او زنداني شوی او کورنۍ یې وايي چې په جېلونو کې يې ۱۶ میاشتې بندیواني تېره کړې وه.

په عارف وزير زياتره د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمې درج کړی شوې وې.

په نوموړي وروستۍ مقدمه د اپرېل د میاشتې په سر کې په واڼه کې درج کړی شوې چې پکې ويل شوي عارف وزير د افغانستان د سفر په مهال د پاکستان د رياستي ادارو پرضد خبرې کړې وې.

هغه په دغه مقدمه کې نيول شوی او د تېر ګل/ دوشنبې په ورځ عدالت په ضمانت خوشی کړی ؤ.

مزمل وايي هغه د پي ټي اېم نه وړاندې هم څو ځله نيول شوی او بنديوان کړی شوی ؤ.

د عارف وزير وژنې ته غبرګون

د پي ټي اېم مخکښ او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وايي، "ډېر په خفګان خبر ورکوی چې ملګري عارف وزير يې ژوند دلاسه ورکړو، کلونه مخکې د عارف پلار او ورور وژل شوي او عارف هم ښه (ګوډ) ترهګرو ووژلو، خو د دغو ترهګرو د مشرانو پرضد به د دوی مبارزه جاري وي".

د عارف وزير د تره زوی علي وزير په هغه د بريد وروسته په خپل پېغام کې ويلي ؤ "د پي ټي اېم ملګري دې پرامنه پاتې شي د عارف تاوان د دوی د کورنۍ دپاره نوې خبره نه ده دغه ډول تاوانونه ورته مخکې اوښتي او دغه تاوان دوی د لر او بر پښتنو د تحفظ دپاره ورکړو".

هغه ويلي "که په کورنۍ کې يې يوه جينۍ هم پاتې شي د خپل سوچ او فکر نه به په شا نه شي د پښتنو د يو والي او ترهګرۍ او ټولو مصيبتونو نه د ژغورلو دپاره مبارزه به جاري ساتي".

د واڼه پوليس څه وايي؟

د واڼه پوليس مشر (اېس اېچ او) عثمان وزير وايي په پوره تحصيل کې د لټون عمليات روان دي او د پېښې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په عارف وزير چې د کوم ګاډي (فيلډر موټر) نه ډزې شوي په دغه ګاډي جوابي ډزې هم شوي دي او دوی هڅه کوي چې هغه ګاډي مالوم کړي.

خو وې ويل چې تراوسه پورې په عملياتو کې د چا ګرفتاري نه ده شوې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG