لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا ۲۳نور ناروغان مړه شوي


پاکستان کې په تیر شواروز کې د کرونا وائرس ۸۶۴تازه پېښې ثبت شوي چې دې سره په ګرد هیواد کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۱۹۱۰۳ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې په کرونا وائرس دڅار مرکز پخپلو شمیرو کې ښکاره کړې ده چې په تیرو څلیریشتو ساعتو کې ۲۳ دکرونا ناروغان مړه شوي هم دي چې دې سره ددې نړیوالې وبا له امله پاکستان کې دمړو شوؤ کسانو شمیره ۴۴۰ ته رسېدلې ده.

دڅار ددغه مرکز دشمیرو له مخې تر دې مهاله په کرونا وائرس اخته تر ټولو زیات ناروغان په خیبر پښتونخوا صوبه کې مړه شوي چې شمیره یې ۱۷۲ ښودل شوې.

دپاکستان حکومتي شمیرې ښایي چې تر دې مهاله خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائرس ۲۹۰۷ کسان په کرونا وائرس اخته شوي اؤ‌۷۲۸ کسان له دې ناروغۍ بیرته هم جوړ شوي دي.

دخالي په ورځ خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائرس ټولې ۱۰۸نوې پېښې ثبت شوې وې اؤ ۱۱ کسان هم په دغه صوبه کې د کرونا وائرس دلاسه مړه شوي دي.

پاکستان کې تر اوسه د کرونا وائرس تر ټولو زیاتې پېښې پنجاب صوبه کې ریکارډ کړل شوي چې شمیره یې اووه زره اؤ ۱۰۶ ښودل شوې ده اؤ‌ له دې وروسته په دوهم نمبر سندهـ صوبه ده چې دغلته تر اوسه ۷۱۰۲ کسانو کې د کرونا وائرس پخلی شوی دی.

همدا شان خیبر پښتونخوا کې تر اوسه ۲۹۰۷،بلوچستان کې ۱۱۷۲،اسلام اباد کې ۳۹۳،ګلګت بلتستان کې ۳۶۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۶۷ دکرونا وائرس پېښې مخې ته راغلي دي.

دصحت دنړیوالې ادارې دشمیرو له مخې د چین د ووهان ښار نه نړۍ ته خپور شوي کرونا وائرس تر ټولو زیات په امریکا کې خلک ځپلې اؤ دغلته تر اوسه ۱۱۶۰۷۷۴کسان په دې وائرس اخته شوي دي.

همدا شان امریکا کې ۶۷۴۴۴کسان په کرونا وايرس مړه شوي خو ددې ترڅنګ په دغه هیواد کې ۱۷۳۷۲۵ کسان له دې ناروغۍ بیرته هم روغ شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG