لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي پاکستان کې دصحافت ازادي ورځ تر بلې تروړل کیږي


نن په ټوله نړۍ کې دمطبوعاتو د ازادۍ ورځ نمانځل کیږي خو دخبریالانو دحقونو دپاره په مبارزه بوخت نړیوال تنظیم (بې پولې خبریالان) وایي چې دنړۍ په ۱۸۰هیوادونو کې دمیډیا د ازادۍ په حواله پاکستان په ۱۴۵م نمبر ولاړ دی اؤ سږکال نور هم درې درجې په ښکته تللی دی​

دکال ۱۹۹۳راهسې هرکال په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ دا نړیواله ورځ نمانځل کیږي چې مقصد یې صحافت اؤ صحافیانو ته دخپلو فرائصو ترسره کولو لار کې دپرتو خنډانو،ستونزو اؤ مشکلاتو څخه نړۍ خبرول اؤ دخلکو دحقونو تروړونکو په ضد دمبارزې کولو هوډ‌ ښودل وي.

سږکال په پاکستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې ددغه هیواد دننه ګڼ شمیر صحافتي تنظیمونه اؤ وتلي صحافیان تور لګوي چې حکومت په نااعلانه ډول په میډیا دمارشل لایي دور څخه هم سخت بندیزونه پرځائ کړي دي.

پاکستان کې د نهو لکو ویب پاڼو تړل کیدل

تیرکال د سپتمبر په میاشت کې دپاکستان دقامي اسمبلۍ داطلاعاتو د ټیکنالوجۍ کمیټې اؤ ټيلي کام ته ویل شوي وؤ چې هیواد کې نهه لکه ویب پاڼې دمذهب په سپکاوي،دپوځ،عدلیې اؤ ریاست په ضد په خپرونو کولو اؤ لوڅو ویډیو ګانو په ښودلو تړل شوي دي.

د خبريالانو د حقونو د څار نړيوال تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر یا بې سرحده خبریالان هم په خپل ورستي رپورټ کې پاکستان د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد ګرځولی او ويلي یې دي که څه هم د صحافيانو په وژنو کې کمی راغلی خو ورسره د پوځ د فشار لاندې سنرشپ هم سيوا شوی.

دفشارونو لاندې صحافت اؤ حکومتي دعوې

داپریل دمیاشتې په وروستیو کې دخبریالانو نړیوال سازمان بې سرحده خبریالانو پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت له راتلو سره له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې هېواد مېډیا خصوصاً شخصي ټیلیویژنه ذسختو بندیزونو لاندې دي او ګڼ شمېر خبریالان له خپلو روزګارونو ویستل شوي‌ دي.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ نور حکومتي چارواکي بیا دا دعوې نه مني چې ګنې پاکستان کې صحافت دبندیزونو لاندې راوستل شوی اؤ‌ وایي څومره ازادي چې په پاکستان کې صحافت ته ترلاسه ده دومره ورته په پرمخ تللو اروپائي اؤ‌ غربي جمهوریتونو کې هم نه ده ترلاسه.

خو دحکومت ددې دعوې برعکس پاکستان کې دخبریالانو دحقونو په مبارزه د بوخت دفریډم نیټ ورک په نوم د یو غیر دولتي سازمان مشر ښاغلي اقبال خټک وي او ای ډيوه ته ویلي په تېرو ولسو کالو کې د ۱۰۰ نه سېوا ژورنالسټان د ترهګري پر ضد جنګ کې وژل شوي ولې د زیاتره خبریالانو په وژنه کې ککړ تنانو ته تر دې دمه سزا نه ده ورکړې شوې.

خبریالان وژل کیږي خو قاتلان یې نه سزا کیږي،اخر ولې؟

تیرکال دنومبر میاشت کې فریډم نیټ ورک پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې دې هیواد کې په تېرو شپږو کلونو کې ۳۳ ژورنالسټان وژل شوي خو د ژورنالسټانو په قاتلانو کې يو ته هم سزا نه ده ورکړی شوې.

اقبال خټک وايي ٫٫ پاکستان د هر ډول جرمونو لپاره ځانګړي عدالتونه لري نو پکار ده چې د ژورنالسټانو پرضد د جرمونو لپاره دې هم ځانګړي عدالتونه جوړ کړی شي.

پاکستان کې د خبریالانو دپاره تر ټولو خطرناکه سیمه خیبر پښتونخوا ګڼل کیږي چې دغلته په تیرو شپږو کلونو کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

دفریډم نیټ ورک د شمیرو له مخې دتیرو شپږو کالو په مهال پنجاب کې نهه ،سندهـ کې اووه،بلوچستان کې پینځه اؤ اسلام اباد کې یو خبریال وژل شوی.

په پاکستان کې خبریالان او د رسنیو مالکان وایي، په هیواد کې د تحریک انصاف ګوند جوړیدو راپدیخوا که یوې خوا ته په خبري ادارو بندیزونه زیات شوي، خو ورسره سم په زرګونو خبریالان د بجټ د کمښت له امله له مطبوعاتي ادارو څخه ایستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG