لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې کرونا وايرس نور ۳۸ تنه مړه کړي


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور ۳۸ مړه شوي او په ۱۵۲۳نورو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د صحت د وزارت د شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۵۶۴ ته رسېدلې او ۲۴زره ۷۳ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوی دي.

ويل شوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۱۲زره ۱۹۶ ټېسټونه شوي دي، ويل شوي تر اوسه پورې د ټولو ټېسټونو شمېره دوه لکه ۴۴زره او ۷۷۸ ده.

په ملک کې په کرونا وايرس اخته ۶۴۶۴ کسان د دې ناروغۍ نه صحتمند شوي هم دي.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه نور ۱۵ تنه مړه شوي دي چې ورسره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ ټوله شمېره ۲۰۳ ته رسېدلې ده،

په صوبه کې په ۳۷۱۲ کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي او ۹۳۹ ترې صحتمند شوي دي.

پنجاب

په پنجاب کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۷۵ ته رسېدلې، په ۹۰۷۷ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او ۳۱۸۴ ترې صحتمند شوي دي.

سند

په سند کې کرونا وايرس تراوسه پورې ۱۵۷ کسان مړه کړي، په ۸۶۴۰ کې دکرونا وایرس پخلی شوی او ۱۷۳۱ ترې ښه شوي دي.

بلوچستان

په بلوچستان صوبه کې کرونا وايرس ۲۲ تنه مړه کړي، په صوبه کې ۱۶۵۹ کسان په کرونا وايرس اخته شوي او ۲۰۹ ترې صحتمند شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG