واشنګټن: سپینه ماڼۍ اوس چارواکي په اونۍ کې د یو ځل پر ځای هره ورځ د کورونا وایرس لپاره معاینه کوي.
د ورځنۍ معاینې دغه بهیر وروسته له هاغې پیل شو کله چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته یو نږدې کس چې هغه ته خواړه برابروي ناروغ شو او کورونا وایرس پکې مثبت شو.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ (وایټ هاوس) کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "ما ډېرې لږې اړیکې درلودې، شخصي اړیکې له دغه سړي سره."
ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ هم د هغه د کورونا معاینه شوې او د زیارت یا پنجشنبې په ورځ به بیا وشي.
ټرمپ په دې اړه خبرونه لږ نا اشنا وګڼل ځکه هغه وویل،" د سپینې ماڼۍ ټول کارکونکي ماسکونه تړي."
د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل، چې لومړۍ مېرمنه میلاني او د هغې زوی بېرن دواړه روغ رمټ دي.
د ولسمشر مرستیال مایک پېنس هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دی او ولسمشر به تر دې وروسته هره ورځ د کورونا لپاره کتل کېږي.
په کورونا وایرس ولسمشر ته د نږدې اخته شوي کس نوم نه دی ښودل شوی خو د راپورونو له مخې د امریکا د سمندري ځواکونو څخه دی چې ولسمشر ته خدمت دنده لري.
ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې ویلي وه، چې په کورونا وایرس باندې ښايي تر یو لک امریکایانو پورې مړه شي خو هڅه کوي د هېواد اقتصادي چارې بېرته پرانېستل شي.
په امریکا کې د جنورۍ له ۲۱ نېټې څخه چې کورونا وایرس پکې د لومړي ځل لپاره وموندل شو څه کم ۱۳ لکه کسان په کورونا اخته شوي او ۷۶۹۰۸ تنه ترې مړه شوي دي.