لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دجمعې په ورځ په کرونا وایرس ۱۴نور کسان مړه شوي


دصحت محکمې چارواکي وایي د جمعې په ورځ پاکستان کې نور ۱۴کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره ګرد هیواد کې د کرونا د ناروغانو د مړینو شمیره ۶۰۵ته رسېدلې ده.

دکرونا دلاسه تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي چې شمیره یې ۲۰۹ ده.

په پاکستان کې د کرونا وائرس د څار مرکز پخپلو ښودل شوؤ شمیرو کې ویلي دجمعې په ورځ ګرد هیواد کې د کرونا وائرس نورې ۹۳۹ پېښې ثبت شوي چې دې کې تر ټولو زیاتې پېښې ۸۳۸ دپنجاب ایالت څخه مخې ته راغلي‌ دي.

همداشان ۶۲ پېښې بلوچستان،۳۷اسلام اباد اؤ دوه پېښې دپاکستان دواک لاندې کشمیر کې ثبت شوي دي.

دجمعې په ورځ چې کوم ۱۴کسان دکرونا وائرس دلاسه مړه شوي دقدرتي افتونو په مهال دمرستو دولتي اداره پي‌ ډي‌ایم ای پنجاب څانګه وایي هغې کې د ۱۲ناروغانو تړاؤ دپنجاب اؤ د دوؤ نورو داسلام اباد سره دی.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کرونا شپږ ناروغان مړه شوي چې دې سره دغه صوبه کې د مړینو شمیره ۲۰۹ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې دشمیرو له مخې صوبه کې د زیارت په ورځ ۲۴۴د کرونا پېښې مخې ته راغلي چې دې سره ګرده صوبه کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۳۹۵۶ته رسېدلې ده.

په پنجاب کې د کرونا د ټولو ناروغانو شمیره ۱۰۰۳۳ښودل شوی اؤ دغلته ۱۹۴کسان په دې مرګونې ناروغۍ مړه شوي هم دي.

په پاکستان کې دا وخت د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۵۸۳۷ښودل کیږي اؤ ډاکټران وایي چې په میلیونونو داسې خلک هم شته چې د هغوئ هیڅ‌ ټیسټونه نه دي شوي اؤ که چرې دهغوئ طبي معائنات وشي نو اندېښنه ده چې د کرونا د ناروغانو شمیره نوره هم سیوا شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG