لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته دخلیلزاد سفر،پاکستان وایي افغان خواوې باید دسولې دتړون ټول شرطونه عملي کړي


اسلام اباد ته افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد له سفر وړاندې پاکستان په ټولو افغان اړخونو ټینګار کړی چې دسولې په تړون کې راوړل شوؤ شرطونو باندې باید یو په یو عمل وکړي ترڅو دامن عمل‌ پرمخ لاړ شي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه فاروقي ویي ټاکل شوې زلمی خلیلزاد به اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې دسولې اؤ امنیت په ټینګښت خبرې کوي

افغان سولې دپاره امریکایي‌ استازی زلمی خلیلزاد د زیارت په شپه دوحه کې طال مشرانو سره له لیدنې وروسته هند نوي ډيلي ته رسیدلی اؤ‌ دغلته یې لوړ پوړو هندي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

ټاکل شوې ده دجمعې په ورځ ښاغلی خلیلزاد اسلام اباد ته هم سفر کوي چې دا به دیوې میاشتې په مهال اسلام اباد ته د ښاغلي خلیلزاد دویم سفر وي.

تر دې وړاندې زلمی خلیلزاد په ۱۴م اپریل افغانستان کې دامریکایي ځواکونو د مشر جنرال اسکاټ میلر سره یوځائ اسلام اباد ته تللی اؤ‌ دغلته یې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره دافغان سولې په اړوند لیدل کتل کړي‌ وؤ.

ښاغلی خلیلزاد دسیمې دا سفر په داسې مهال کوي چې دبندیانو خلاصون کې ځنډ اؤ‌ دتشدد کچه کې لوړوالي دافغانستان دسولې دتړون مخې ته خنډان راولاړ کړي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویادې ویلي افغانستان کې دامن دټینګښت په هکله پاکستان یو اصولي دریځ لري اؤ کومې هڅې چې افغانستان کې دسولې اؤ‌ امن دپاره روانې دي پاکستان یې کلک ملاتړی دی.

څېړونکي وایي امریکا اوس هم په دې باور ده چې دوحه کې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې دشوي تړون په عملي کولو کې اسلام اباد کوټلی اؤ‌ مهم رول لوبولی شي.

ویاندې ویلي پاکستان هیله لري چې دافغان سولې دتړون مخې ته ټول پراته خنډان به مخې یوړل شي اؤ‌ ټولې اړونده افغان خواوې به د سولې دتړون شرطونه عملي کړي.

هغې وویل “په افغان سوله کې دپاکستان کردار یوازې د اسانتیاؤ برابرونکي دی اؤ مونږ فریقینو ته مشوره ورکوؤ چې هغوئ باید افغانستان کې دسولې فرصت دلاسه ورنکړي”

امریکې اؤ طالبانو په ۲۹مه فرورۍ دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړی ؤ چې دهغې له مخې به افغان دولت اؤ‌ طالبانو دیو بل بندیان خوشې کول خو دبندیانو خوشې کولو کې په ځنډ راتلو افغانستان کې دتشدد کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده اؤ‌ زیاتره څېړونکي دا عمل د سولې دتړون مخې ته یو ګواښ ګڼي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG