لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس نه اغېزمنو شمېره د ۳۰زرو واوښته، ۶۶۷ يې مړه کړي

په پاکستان کې کرونا وايرس ۳۰زره ۳۱۴ کسان اغېزمن کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې نور ۲۸ کسان مړه کړي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۶۶۷ ته رسېدلې ده.

ویل شوي په ملک کې په تېر شوا روز کې د کرونا وایرس مالومولو دپاره د ۱۱زره ۳۶۷ کسانو ټېسټونه شوي او په ۱۴۷۶ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې دوه لکه ۹۴زره ۸۹۴ ټېسټونه شوي دي او په دې رنځ اخته شوي ۸۲۱۲ کسان ترې صحتمند شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه نور ۱۱ تنه مړه وي او دې سره په صوبه کې د مړو شمېره ۲۴۵ ته رسېدلې ده.

په پښتونخوا کې په ۴۶۶۹ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او په صوبه کې ۱۱۲۶ کسان د دې ناروغۍ نه ښه شوي دي.

په پنجاب کې د پينځه نور کسانو د مړه کېدو سره ټوله شمېره ۱۹۷ ته رسېدلې ده، په صوبه کې د کرونا وايرس پېښې ۱۱زره ۵۶۸ دي او ۴۳۲۳ ترې صحتمند شوي دي.

په سند صوبه د کرونا وايرس نه نور نهه تنه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۱۸۹ شوې ده.

په سند کې په ۱۱زره ۴۸۰ کسانو کې د وايرس پخلی شوی او ۲۰۸۱ ترې ښه شوي دي.

په بلوچستان صوبه کې په تېر شوا روز کې دوه نور کسان د کرونا وايرس له امله مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړه شوؤ شمېره ۲۶ ته رسېدلې ده.

بلوچستان کې ۲۰۱۷ کسان کرونا وايرس وهلي او ۲۴۲ ترې صحتمند شوي هم دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG