لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عارف وزير د وژنې پرضد احتجاج کوونکو د پي ټي اېم د نیول شوؤ غړو ضمانت منظور شو


عارف وزير
عارف وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د وژل شوي فعال عارف وزير د وژنې پرضد احتجاج کوونکي د غورځنګ کوم فعال چې نيول شوي نن د هغو ضمانت منظور شو.

د عارف وزير د وژنې پرضد چې په بنو کې احتجاج کوونکي کوم اته کسان نيول شوي چې پکې ګيلمن پشتين او نديم عسکر هم شامل ؤ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د بنو عدالت د دوی ضمانت منظور کړو.

د پي ټي اېم وکيل بخت نیاز وايي، دوی د دغو کسانو د ضمانت خواست یې کړی او د بنو د اډيشنل سېول جج عدالت د دوی ضمانت منظور کړو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دغه ضمانتونه په دو نفري او يو لک روپو سره وکړی شو.

هغه دا هم وويل په دغو کسانو د ۱۴۴ مادې د سرغړونې، د غدارۍ او بغاوت يا سازش د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې خو دوی عدالت ته د تېرو مقدمو مثالونه وړاندې کړه او بيا جج سمدست د دوی ضمانتونه منظور کړه.

هغه وويل دا کسان ښايي چې سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ د جېل څخه خوشي شي.

د پي ټي اېم فعال او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د تره زوی عارف وزير د می په لومړۍ نېټه په خپل کلي غوی خوا (جنوبي وزيرستان) کې نامالومو وسله والو په هدف کړی ؤ.

هغه په دوېمه ورځ په اسلام اباد کې په يو روغتون کې د سر د عملياتو (اپرېشن) په وخت ساه ورکړې وه.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د عارف وزير د وژنې پرضد په ملکي او نړيواله کچه د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی او په پينځمه می دغه مظاهرې شوې وې.

د عارف وزير د وژنې پرضد مقدمه د نامالومو کسانو پرضد په واڼه کې درج کړی شوې وه خو په دغه پېښه کې تراوسه پورې د چا ګرفتاري په عمل کې نه ده راوستل شوې.

د پاکستان د قامي اسمبلې غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر چې د عارف وزیر د تره زوی دی په وزیرستان کې د نا امنۍ خبرې کوي وایي چې تندلارو سره د پوځ ملاتړ شته.

د عارف وزیر د وژنې په اړه د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي چې په دې حقله هیڅ معلومات نه لري.

ډیوه رېډیو کوشش کړی چې د عارف وزیر د وژل کېدو په اړه د پوځ دریځ هم راواخلي، خو پوځي چارواکو ورته تر اوسه څه جواب نه دی کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG