لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال تاریخ کې په وړومبي ځل په وړوکي اختر نوي فلمونه نندارې ته نه وړاندې کیږي


په پاکستان کې دتیرو څو کلونو راهسې فلمي صنعت د زوال سره مخ راروان دی خو فلم جوړونکي اؤ فلمي ستوري وایي چې د کرونا وایرس له امله رامنځته شوي بحران دپاکستان فلم انډسټري نوره هم ځپلې ده اؤ تاریخ کې په وړومبي ځل دا په راتلونکي وړوکي اختر هیڅ نوی فلم نندارې ته نه وړاندې کیږي.

دکرونا وایرس په وجه پاکستان کې د روان لاک ډان یا کاربندیز له امله دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور اؤ نورو سترو ښارونو کې سینیماګانې د تیرو درېوؤ میاشتو راهسې بندې پرتې دي.

فلمي ستوری عجب ګل څه وایي؟

دپښتو فلمونو وتلی ستوری اؤ هدایتکار ښاغلی عجب ګل وایي کرونا وایرس د ژوند هره څانګه ځپلې ده خو فلمي صنعت یې بیا تر ټولو زیات ځپلی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي عجب ګل وویل چې درېوؤ میاشتو نه سینیماګانې بندې پرتې دي اؤ که لاک ډان ختم هم شي نو د راتلونکي وړوکي اختر دپاره هیڅ نوی فلم نه دی تیار شوی چې په سینیما نندارې ته وړاندې کړل شي.

هغه وایي په تاریخ کې دا وړومبی ځل دی چې نه یوازې په پاکستان بلکې هندوستان کې به هم د وړوکي اختر په موقعه کوم نوی فلم نندارې ته وړاندې نه شي.

پېښور کې د وړوکي اختر نه وړاندې سینیماګانې بندې پرتې دي
پېښور کې د وړوکي اختر نه وړاندې سینیماګانې بندې پرتې دي

عجب ګل زیاتوي چې دپاکستان فلم انډسټري وړاندې نه د زوال سره مخ وه اؤ اوس دنوؤ فلمونو جوړیدل یوازې اخترونو ته پاتې شوي دي خو داځل دکرونا وایرس اؤ‌ لاک ډان له امله فلسمازان په دې ونه توانېدل چې کوم نوی فلم جوړ اؤ په اختر کې یې نندارې ته وړاندې کړي.

هغه وویل فلمسازانو اؤ پروډیوسرانو شپږمیاشتې وړاندې د اختر دپاره د نوؤ فلمونو جوړولو تیارۍ نیولې وې،دګڼو فلمونو کیسې لیکل شوې وې،هنرمندانو نه وختونه اخستل شوي وؤ اؤ ټاکل شوې وه چې دمارچ دمیاشتې پیل کې به دنوؤ فلمونو شوټنګ پیل کیږی خو کرونا وايرس اؤ لاک ډان دې هرڅه باندې اوبه واړولې.

دپښتو فلمونو هیروین بندیا راني وي او ای ډيوه ته وویل د کرونا وایرس اؤ‌ لاک ډان په وجه ټول هنرمندان اؤ‌ فلمي صنعت سره تړلي خلک په کورونو بند پاتې شوي اؤ د روزګار مخه یې نیول شوې ده..

هغې وویل د ډایریکټرانو اؤ هنرمندانو نه نیولی تر ټینکنیکي مامورینو،میک ارټسټانو،کمیره مینانو ،همکارانو اؤ انجنئرانو فلم سره تړلي ټول خلک بې روزګاره شوي اؤ دسختې پریشانۍ سره مخ دي.

فلم سره تړلي ټول خلک بې روزګاره

بندیا راني وایي په پاکستان کې خو دهنرمندانو اؤ‌ فلمسازانو ټوله تمه داختر شپو ورځو ته وي ځکه چې په دغو وړځو کې نوي فلمونه جوړیږي، خلک میلو اؤ سینیماګانو ته ځي خو له بده مرغه دا ځل به داسې هیڅ هله ګوله نه وي چې خلک پرې ځان مشغول وساتي.

تیرکال د وړوکي اختر په مهال دپښتو اوو اؤ په غټ اختر څلور، نوي فلمونه دپېښور په سینیماګانو نندارې ته وړاندې کړل شوي وؤ اؤ ددې ترڅنګ په یو شمیر ښارونو کې کلتوري اؤ سندریزې شوګانې یا کنسټرتونه هم راجوړ کړل شوي وؤ.

د نورې نړۍ غوندې په هند کې هم د کرونا وایرس د پېښو له زیاتوالي سره د دې هېواد فلمي صنعت هم په ټپه درېدلی او د بالیووډ د ګڼ شمېر نویو فلمونو نندارې ته وړاندې کېدل (ریلیز) ځنډول شوي دي.

بالیووډ په څه حال دی؟

د کرونا وایرس له کبله د بالیووډ سټوډیوګانې ویرانې دي او اکثر کارکوونکي او فلم جوړوونکي یې دا مهال پخپلو کورونو کې له خلکو د ټولنیز واټن ساتلو په خاطر د یواځیتوب ورځې تېروي.

په 2019م کال کې د بالیووډ تر یو درځن زیات فلمونه په هغه لیسټ کې شامل دي چې له 100 کروړه تر 300 کروړه روپۍ یې ګټلې دي، خو د روان 2020م کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ریلیز شویو 40 فلمونو څخه یواځې یو فلم کامیابه شوی دی.

دغه یو کامیابه شوی د اجې دیوګن "ناناجي" فلم دی چې تر اوسه پورې یې تر 250 کروړه زیاتې روپۍ ګټلې دي، خو پاته نور فلمونه تر یوې یا دوو اوونیو زیات د کتونکو د خوښې او دلچسپۍ وړ نه دي ګرځېدلي.

هندي رسنۍ وایي، دا مهال یې د هېواد د فلمي صنعت چارې هم د کرونا وایرس له کبله ولاړې دي،‌ د فلمونو جوړېدلو کار (شوټنګز) ځنډېدلی او سېنماګانې هم د ټولبند او لاک ډاون له کبله بندې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG