لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد اپریدی،سیاست ته نه راځم،دښېګړې کارونه یوازې په انساني جذبه کووم


د پاکستان د کرکټ وتلی لوبغاړ‎ی شاهد خان اپریدی وایي د خېر ښېګړې کارونه سیاست ته د راتللو په غرض نه کوي بلکې غواړي چې دانسانیت خدمت وکړي.

ښاغلی اپریدی وایي سیاست نه ورځي او نه یي کوي ، خو غواړي چې د خپلې موسسې دلارې وروسته پاتې سیمو کې دخلکو سره ښېګړه وکړي اؤ هغوئ ته دتعلیم، روغتیا اؤ د ژوند نورې اسانۍ برابر کړي.

ښاغلی اپریدی په دې وروستیو کې بلو چستان ایالت ته په خلکو د مرستو ویشلو لپارہ تللی ؤ او ھلته یې له بې وزلو خلکو سرہ مرستې کړ‎ې دي .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي شاهد اپریدي ویلي ۲۲ کاله یې دکرکټ په نړۍ کې تیر کړل اؤ خلکو ورله ډیره زیاته مینه ورکړې ده اوس هغه غواړي دخپل فاونډیشن دلارې د بې وزله خلکو په ښېګړه راشي.

کله چې ډيوه له شاهد اپریدي وپوښتل ایا دخیر ښېګړې کارونه خو ددې دپاره نه کوي چې سبا لکه دعمران خان دی هم سیاست کې قدم کښیږدي ؟ ښاغلي شاهد وویل هغه یوازې دخدمت په جذبه لګیا دی اؤ‌سیاست ته د راتګ یې هیڅ اراده نشته.

دشاهد اپریدي په وینا دخپل فاونډیشن دلارې یې خیبر پښتونخوا کې یو شمیر مکتبونه جوړ کړي . دکوهاټ تنګي بانډه سیمه کې یې د ۱۶ؤ کټونو یو روغتون جوړ کړی اؤ‌ دسندهـ په صحرایي سیمه تهر کې یې د اینګرو ګروپ سره په ګډه د۲۵۰کټونو یو ستر روغتون فعال کړی دی.

هغه وویل دخیبر پښتونخوا ترڅنګ په سندهـ اؤ پنجاب ایالتونو کې هم دهغه موسیسه سکولونه لري اؤ اوس غواړي بلوچستان ته هم دخپلو مرستو ساحه وغځوي.

هغه وویل بلوچستان دقدرتي وسیلو نه ډکه صوبه ده خو ډیره وروسته پاتې شوې ده اؤ حتی خلک یې د اوبو په څېر له اساسي اړتیا هم محروم دي.

شاهد اپریدی وایي په بلوچستان کې دکرکروندې زیاتې زمکې شته خو دغه زمکې د خړوب کیدلو دپاره اوبه نه لري ځکه نو هغه غواړي یو ځل بیا زر بلوچستان ته سفر وکړي اؤ ددغو ستونزو په هواري کې خپل رول ولوبوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG