واشنګټن: تر اوسه پورې د کوېډ ۱۹ لپاره یو منل شوی واکسین نشته خو د هغه واکسین په اړه سر له اوسه لانجې روانې دي چې ښايي تولید شي.
د سېنوفي په نامه د فرانسې د درمل جوړولو یوې سترې کمپنې دا ژمنه رد کړه چې ګواکې امریکا ته به تر ټولو لومړی د کوېډ ۱۹ واکسین رسوي.
د فرانسې لومړي وزیر ایډوارډ فیلیپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې ټینګار وکړ چې د فرانسوي کمپنۍ لخوا جوړ شوي واکسین به ټولو ته یو ډول رسېږي.
دغه خبره وروسته له هاغې رامنځ ته شوه کله چې د سېنوفي کمپن مشر پاول هډسن د امریکا بلومبرګ ټي وي ته وویل، د امریکا حکومت حق لري چې په لویه پیمانه مخکې له مخکې واکسین راونیسي ځکه دوی د خطر په اخیستلو سره په دې برخه کې پانګونه کړې ده.
خو د سېنوفي فرانسوي کمپنۍ په امریکا کې هم کارخانې لري خو زیاتره یې په اروپا کې دي.
د سېنوفي چېرمن سرګې وینبرګ د فرانسې ټي وي ته ویلي، چې هېڅ یو هېواد ته به کوم ځانګړی لومړیتوب نه ورکول کېږي.
دې ته ورته خبرونه په مارچ میاشت کې هغه وخت خپاره شول کله چې د جرمني خلکو او حکومت د هغو راپورونو په وړاندې په غوصې سره غبرګون وښوده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ادعاو له مخې د بیوټیک په نامه د جرمني یوې کمپنۍ ته د یو بیلین ډالرو وړاندیز کړی وو چې واکسین دې په ځانګړي توګه امریکا ته خوندي کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس هغه وخت ویلي وو چې د جرمني ساینس پوهان د کوېډ ۱۹ په واکسین جوړولو باندې د نړیوالې همکارۍ د یوې برخې په توګه کار کوي.
ماس ویلي وه، "مونږ دې ته اجازه نشو ورکولای چې نور دې د څېړنو پایلې په ځانګړي توګه له مونږ څخه وغواړي."
امریکايي چارواکو ددغو ادعاو په غبرګون کې ویلي وو چې خبره په دې توګه نه وه چې رپوټ شوې بلکه د امریکا حکومت په ګرده نړۍ کې له یو شمېر هغو کمپنیو سره خبرې کړي څوک چې د کوېډ ۱۹ په درملنه باندې کار کوي.
یو چارواکي ویلي، چې زیاترو دغو کمپنیو له امریکايي پانګوالو څخه یوه اندازه لومړنۍ پیسې ترلاسه کړي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، د کوېډ ۱۹ واکسین باید د مارکیټ زورورو لپاره نه وي او په دې اړه به د سېنوفي له لوړ پوړو چارواکو سره په راتلونکې اونۍ کې خبرې وکړي.
په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له ۴.۵ میلیونو او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۰۰۰۰۰ څخه زیات شو.
همدارنګه په ټوله نړۍ کې کابو سل ادارې د کورونا وایرس د واکسین په جوړولو باندې کار کوي.
پوهان وايي، کچېرې یو بریالی واکسین وموندل شي نو د نړیوالې تقاضا په اندازه جوړېدل به یې ستر کار او ډېرو هلو ځلو ته اړتیا ولري.
روغتیايي چارواکو په مني یا خزان کې د کوېډ ۱۹ د یوې ډېرې مرګونې څپې د راتګ خبرداری هم ورکړی.