لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په څو اوونيو کې به په پاکستان کې د کرونا وايرس دوايي جوړېدل پېل شي، ظفر مرزا


Zafar Mirza
Zafar Mirza

د صحت په چارو کې د پاکستان د وزيراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا ویلي په پاکستان کې به په څو اوونيو کې د کرونا وايرس دوايي جوړېدل پېل شي.

د امریکا د دوایانو جوړؤنکې يوې کمپنۍ د کرونا وايرس د علاج دپاره کارېدونکې دوايۍ (رېمډيسوير) جوړولو په لړ کې د پاکستان او هند د پينځه کمپنيانو سره معاهده کړې ده.

راپورونه وايي امریکايي کمپنۍ ګيليډ چې د کوم کمپنيانو سره معاهده کړې د پاکستان (فېروز سنز) کمپني پکې شامل ده او ويل شوي دغه جوړېدونکې دوايي به د نړۍ ۱۲۷ هېوادونو ته لېږلی کيږي.

ظفر مرزا نن د جمعې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وېنا کې د امریکايي کمپنۍ د پاکستاني کمپنۍ سره د معاهدې خبره کړې او ويلي يې دي د قاعدو د منظورۍ وروسته په اته اوونيو کې به د دې دوايۍ جوړېدل پېل شي.

مرزا ويلي پاکستانۍ کمپنۍ ته د دې دوايۍ جوړولو لائسنس مېلاؤ شوی او دوی به هڅه کوي چې د دې بيه کمه وي.

هغه وويل په امریکا کې د دغه دوايۍ کارولو سره په کرونا وايرس کې ۳۰ فيصده کمی راغلی دی.

د فېروز سنز مشر عثمان خالد وي او ای ته ویلي په بېړنيو بنیادونو د دوايۍ په جوړولو کار روان دی او امریکايي ادارې اېف ډي ای او د جاپان ادارو يې منظوري ورکړې ده.

هغه ويلي دا خبره کول به د وخت نه وړاندې وي چې د دوايي د جوړېدو وروسته په څومره وخت کې دا مارکيټونو ته راشي او د دې بيه به څومره وي خو د دوی کمپنۍ کولی شي چې په کال کې د ۴۰ ته ۵۰ لکو په شمېره کې دا دوايي جوړه کړي.

هغه زیاته کړې تراوسه چې څومره تجربې شوي دا دوايي د مرض پوره علاج نه دی خو په امریکا کې دا دوايي کارول شوې او ناروغان يې زر ښه کړي دي.

هغه ويلي د دې دوايۍ د کارولو د مړو شمېره هم راکمه شوې خو زياته کړې يې ده په دې اوس هم څيړنې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG