لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا حکومت سر دسبا نه صوبه کې دسورلیو ګاډي خلاصوي


خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو مشير اجمل وزير ویلي حکومت د ګل يادوشنبې د ورځې نه صوبه کې دسورلیو ګاډو ته بیرته دچلند اجازه ورکوي.

مطبوعاتو ته پخپل یو لیږل شوي بیان کې هغه ویلي د کرونا وبا نه د خلکو خوندي کولو به غرض به دغه ګاډو کې د سفر د پاره د حکومت سپارښتنې د ډويژن په کچه سیمه ییز کمشنران یا د ټرانسپورټ محکمې چارواکي په ګډه جوړوي.

د پېښور يو ټرانسپورټر خان زمان افريدي د خالي په ورځ وي او ای ډيوه ته وويل حکومت نن دوئ له د کرونا وايرس نه تحفظ د پاره سپارښتنې هم ورکړي او دوئ ته يې دګل د ورځې نه د ضلعو تر مينځه دسورلیو دګاډ دچلند دبيا پیل کولو اجازت هم ورکړی دی.

هغه وایي "مونږ به خپل کوشش کوو، اډو کې به مسافرانو ته هم وايو، خواست به ورته کوو چې دا ستاسو ذمه واري ده، دې نه بيمارۍ خوريږي"

خان زمان افريدی وايي چې دوي به يقيني کوي چې خلکو له د لاس وينځلو د پاره صابون او سېنيټايزر ورکړي او خلک په دې سپارښتنو عمل وکړي.

خو د ډان ورځپانې سره کار کوونکی خبريال ذالفقار علي وایي په دې وروستيو کې د حکومت له لوري لاک ډاون کې دنرمښت وروسته په بازارونو کې چې څنګه ګڼه ګوڼه وليدل شوه او خلکو څنګه حکومتي سپارښتنې په پام کې ونه نیولې ویره ده چې په عامو ګاډو يا پبلک ټرانسپورټ کې به د سفر په وخت هم څه دغسې صورتحال وي.

"د اېس او پيز یا سپارښتنو چې کوم حشر مونږ د لاک ډاون ختمېدو وروسته په دې ښاريو کې وليدو، دا خلک چې څنګه بازارونو ته راغلل او کوم رش چې جوړ شو هغه خو ټولې دنيا ته ښکاره شو، دې نه علاوه که مونږ وګورو نو په دې ښار کې يوه يوه رکشه کې پينځه شپږ تنه خصوصا زنانه او ماشومان ګرځي نو د اېس او پيز خو به بيا څوک خيال ونه ساتي."

ذالفقار علي وايي حکومت له به دغه حفاظتي سپارښتنې عملي کول ځکه ګران وي چې دا ټول ګاډي شخصي دي او بېل بېل مالکان لري او هر ګاډي کې به ددې سپارښتنو خیال ساتل ګران وي.

"ټرانسپورټ د يو کمپنۍ سره رجسټرډ نه دی، دا د هر چا شخصي يو ګاډی، دوه ګاډي یې اخستي دي هغه مختلفو ځايونو ته ځي راځي، پېرې کوي، ډېره ګرانه ښکاري چې حکومت وایي چې د اېس او پيز پالنه به کوي، نو ماته نه ښکاري چې داسې به وشيد خېبر پښتونخوا د وزير اعلی د اطلاعاتو مرستيال اجمل وزير سره د زیاتو هڅو باوجود په دغه هکله خبره ونه شوه خو ميډيا ته جاري شوی دغه حکومتي بيان وايي د وفاقي حکومت سره د مشورې نه وروسته د خېبر پښتونخوا وزير اعلی محمود خان په مشرۍ کې د ټاسک فورس غونډه کې دغه فېصله شوې ده.

دبیان له مخې حکومت پرېکړه کړې چې د ټرانسپورټ ادارې سیمه ییز افسران او ډويژنل افسران باید دعامو ګاډو سفر بيا شروع کولو د پاره حفاظتي تګلاره جوړه کړي او په دې سختۍ سره عمل هم باوري کړي او د تېلو د نوو نرخونو په مطابق د خلکو نه کرايې واخستلی شي.

غونډه کې دا فېصله هم وشوه چې د پټرولو پمپونه به څلیریشت ساعته خلاص وي او د نايانو دکانونه به اوونۍ کې د جمعې، خالي او اتوار په ورځو هم د ماذيګر څلورو بجو پورې خلاص ساتل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG