لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان افغانستان سره دتجارت دپاره دتورخم اؤ چمن پولې پرانستې


دپاکستان حکومت افغانستان سره د دوه اړخیزه تجارت په خاطر خپلې دتورخم اؤ چمن پولې خلاصې کړي اؤ ویلي یې دي چې په دې لارو به اوونۍ کې شپږ ورځې تجارتي مالونه تیریدلی راتیریدلی شي.

دخالي یا پنجشنبې په ورځ دپاکستان د کورنیو چارو وزارت پخپله یوه اعلامیه کې دتورخم اؤ چمن پولو په رسمي ډول د پرانستل کیدو خبر ورکړی اؤ ویلي یې دي چې یاد وزارت دایف ایي ای مشر اؤ په پېښور اؤ کوټه کې کې دایف سي یا ملیشیا ځواکونو مشرانو ته هم دپولې پرانستل کیدو په اړوند لارښوونې کړي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا د راغلې وبا له امله افغانستان سره خپلې تجارتي لارې د هر رقم تګ راتګ دپاره تړلې وې اؤ اوونۍ کې یې یوازې دوه ورځې هاغو وګړو ته په پوله د اوښتو اجازه ورکوله چې د کرونا له امله په پاکستان یا افغانستان کې بند پاتې شوي وؤ.

دافغانستان اؤ پاکستان تر منځ دپولو تړل کیدو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ کیدونکي تجارت ته سخته ضربه رسېدلې وه اؤ تجارانو غوښتنې کولې چې باید باید پاکستان خپلې پولې دسوداګریزو راکړې ورکړې دپاره پرانستې وساتي.

د کرونا وایرس لکه د دنیا د نورو برخو په ډول په پاکستان او افغانستان کې نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغیزمن کړی بلکې د دواړو هیوادونو ترمنځ کمزوری شوی تجارت یې هم په منفې توګه اغیز من کړی دی.

د افغانستان د نړیوال تجارت لویه برخه د پاکستان د لارې هېواد ته رسول کیږي. د دې ترڅنګ افغانستان د ګڼ شمیر بنیادي ضرورت شیان د پاکستان نه اخلي او پاکستان هم د افغانستان څخه یو شمیر تجارتي توکي واروي یا امپورټ کوي.

په یو وخت کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیز تجارت د کال مالیت دوه اشاریه اووه ارب ډالر و خو د دواړو ملکونو په سیاسي تعلقاتو کې د کړکیچونو، تاوتریخوالي او بې د اعتمادۍ په سبب د تجارت دغه کچه یو اشاریه پنځه ارب ډالرو ته راکمه شوې ده.

دپاکستان د کورنیو چارو وزارت ویي اوس به دتورخم اؤ چمن پولو دلارې تجارتي مالونه په اوونۍ کې شپږ ورځې دواړو هیوادونو ته تیریدلی شي خو کوم ټرکونه چې تجارتي توکي وړي هغوئ ته به د کرونا څخه د خوندي پاتې کیدو په اړوند په حکومتي سپارښتنو سختۍ سره عمل کول وي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې اوونۍ کې به یوه ورځ یعنې شنبه یا خالي په پوله د پیدل تیریدونکو دپاره ځانګړې وي اؤ پیاده خلکو ته به هم د کرونا په اړوند په سپارښتنو عمل کول وي.

او د کرونا وایرس د خپرېدو وروسته نه یوازې د افغانستان او پاکستان بلکې د ایران او پاکستان او د افغانستان او ایران ترمنځ به سرحدونو تګ راتګ کم کړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG