لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: رېسکيو ۱۱۲۲ د کرونا وبا دپاره عمله او اېمبولنسونه ځانګړي کړي  


په خېبرپښتونخوا کې په بېړنو حالاتو کې د ژغورنې اداره (ريسکيو ۱۱۲۲) وايي په صوبه کې چې د کرونا وبا خوره شوې دا اداره هم په لومړي صف کې خدمتونه ترسره کوي د کرونا وايرس مشکوک کسان منتقل کوي او د جراثيمو وژونکي دوايانې هم پاشي.

د ريسکيو ۱۱۲۲ د شمېرو ترمخه ادارې د مارچ د میاشتې نه تراوسه پورې په صوبه کې ۱۳۲۷ مشکوک کسان منتقل کړي چې پکې د کورونو نه روغتونونو او بيا قرنطين مرکزونو ته منتقل کول شامل دي.

د ادارې وياند بلال فېضي وايي ادارې د کرونا وبا دپاره عمله او اېمبولنسونه ځانګړي کړي او عمله تربيه کړی شوې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا وخت د صوبې په ۲۶ ضلعو کې ريسکيو ۱۱۲۲ خپل خدمات ترسره کوي او د نورو عملياتو سره دوی د جراثيمو وژونکي دوايانې پاشي.

هغه وويل د وبا په مهال د ريسکيو ۱۱۲۲ خپل د شپږو نه تر اووه پورې د عملې کارمندان د کرونا وايرس ښکار شوي چې وروسته بیا ښه شوي دي.

بلال وايي اداره يې يواځې په پېښور کې د ورځې په حساب د سلو پورې د ژغورنې خدمات ترسره کوي.

د ژغورنې د ادارې د پېښور مشر شېر دل خان وايي دوی يواځې په پېښور کې د ۴۰۰ پورې کسان داسې منتقل کړي چې د کرونا مشکوک ؤ او وروسته پکې بيا په ډېرو کې د کرونا وايرس پخلی هم شوی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا اداره چې په کال ۲۰۱۰م کې په صوبه کې جوړه شوې په هر ډول بېړنيو حالاتو کې خدمات ورکوي.

هغه وويل دوی تراوسه پورې د پېښور په ۲۸۰ علاقو کې د جراثيمو وژونکي سپری پاشلي او د ۳۵ لکه ليټره نه زياتې اوبه يې کارولي دي.

د خېبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې تراوسه پورې د کرونا وايرس ۲۳۹۸ پېښې مخې ته راغلي او ۱۸۷ کسان ترې مړه شوي دي، چې دا په صوبه کې د بل کوم ښار يا ضلعې نه تر ټولو زياتې شمېرې دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس نه نن د ګل/ دوشنبې د ورځې پورې ۳۱۸ کسان مړه شوي دي.

د یادې ادارې د سوات ضلعې مشر عمران خان يوسفزی وايي يادې ادارې نه يواځې په سوات بلکې په ملاکنډ ډويژن کې د کرونا وايرس په مهال خپل خدمات دوامداره ساتلي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په ځانګړي ډول په سوات کې چې د کرونا وايرس پېښې په څومره علاقو کې مخې ته راغلي يا ادارې ته خبر ترلاسه شوی اداره هلته رسېدلې او د جراثیمو وژونکي سپری يې کړي دي.

په مردان کې د ریسکیو ۱۱۲۲ مشر کمال شاه وايي، دوی د اولې ورځې نه د کرونا وايرس د وبا په مهال خپل ګامونه پورته کړي او دوی په مردان کې پوره يو سټېشن چې پکې ۶۵ کار کوونکي دي ځانګړي دي.

هغه وويل یواځې په منګا کې د کرونا وايرس نه د مړ شوي تن د لومړۍ پېښې مخې ته راتلوسره سم دوی په يو شپه کې ۵۶ مشکوک کسان روغتون ته منتقل کړي چې پکې وروسته په ۳۹ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی ؤ.

د نوموړي نه چې مو پوښتنه وکړه په خپله د ريسکيو کار کوونکي د کرونا وايرس نه ځان څنګه بچ ساتي، هغه وويل دوی د وبا راتلو سره سم خپل کار کوونکي تربيه کړي او بيا چې کومو کسانو د کرونا وبا په مهال عملياتو کې برخه اخيسته د هغو څارنه کېده او تر يوې مياشتې دوی کوورنو ته هم نه ؤ تللي.

د ادارې ترمخه رېسکیو ۱۱۲۲ په صوبه کې په هر ډول بېړنيو حالاتو کې چې د انساني او مالي زيان سبب ګرځي شپه او ورځ ويړيا خدمات ترسره کوي.

بلال فېضي وايي په هره ضلع کې د هر چرته نه خلک کولی شي چې په هر قسمه بېړنیو حالاتو کې د موبايل ټيليفون يا لېن لاين نه ۱۱۲۲ مېلاؤ کړي په اووه منټه کې ورته د ادارې عمله رسېدلې وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG