لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان اوس هم د طالبانو ملاتړ کوي، پېنټاګون


د امریکې د دفاع محکمې کانګرس ته ويلي پاکستان اوس هم د سخت دريځه طالبانو ملاتړ دوامداره ساتلی چې په افغانستان تشدد کوي.

دغه خبره په هغه درې میاشتني رپوټ کې شوې چې د دفاع محکمې انسپکټر جنرل د بهرنیو چارو د وزارت او نړيوالې پرمختيا امریکايي ادارې په مرسته راجوړ کړی دی.

دا په افغانستان کې د امريکايي مشن د جنورۍ نه تر مارچ درې میاشتنی رپوټ دی او مهم په دې دی چې په دې موده کې امريکا د طالبانو سره د سولې توافقنامه لاسليک کړې ده.

په ۱۹می خپور شوي رپوټ کې ویل شوي چې "پاکستان په دوامداره توګه طالبان او د هغو سره په پاکستان کې اړونده تندلارې ډلې لکه حقاني نېټ ورک ملاتړ کړی څوک چې د افغان ګټو پرضد بريدونه کوي".

په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې د افغان سولې په خبرو کې اسلام اباد طالبان خبرو ته هم هڅولي خو په هغو يې دومره فشار نه دی راوړی چې د تشدد کوونکو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

په رپوټ کې د تازه څرګندونو په اړه ويل شوي چې دا د پاکستان د هغو بيانونو سره په تضاد کې دی چې واشنګټن ته به يې باور ورکولو چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ۲۲م اپرېل د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ سره په ټيليفوني خبرو کې د افغان سولې د ملاتړ او سهولت کارۍ ترڅنګ د بېن الافغاني خبرو باور ورکړی ؤ.

د پېنټاګون په رپوټ کې ويل شوي د پاکستان په افغانستان کې بنیادي سټراټيجي دا ده چې د هند مخه ونيسي ځکه چې د پاکستان په وېنا هند د افغانستان د لارې په پاکستان کې ګوتې وهي.

د رپوټ ترمخه پاکستان ګوري چې په افغانستان کې د طالبانو اثر سېوا شي او چې کله بېن الافغانی خبرې کيږي نو چې ګټه يې پاکستان ته وي.

پاکستان هغه هېواد دی چې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو سره يې د ۹۰م په لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تسليم کړی خو بيا د طالبانو د حکومت نسکورولو دېاره يې په کال ۲۰۰۱ کې د امریکا همکاري کړې وه.

د امریکې او لویديځ ترڅنګ افغانستان تل په پاکستان تورونه لګولي چې په خپله خاوره یې د حقاني نېټ ورک سره نورې هغه تندلارې ډلې ساتلي چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

او د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په خپله د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يو ټویټ کې ویلي ؤ،

" پاکستان د امريکا څخه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو تندلاروډلو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

XS
SM
MD
LG