لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان په وینا به یوه میاشت کې دپېښور بي ار ټي پروژه پرانستل شي؟


دخیبر حکومت وزیر اعظم عمران خان ته د پیښور د بي آر ټي پروژې په هکله د معلوماتو ورکولو په وخت ویلي چې په منصوبه سل په سله کار سرته رسیدلی خو د کرونا وبا په وجه پرانسته به یې تر یوې میاشتې پورې وځنډولی شي.

وزیر اعظم دتیز رفتاره بس زغلولو په پروژ د اطمینان څرګندونه کړې او ویلي یې دي باید منصوبه د نور لم لیټ ښکار نه شي.

خو د پیښور د تاریخي او کلتوري حیثیت برقرار ساتلو یو مبارز شکیل وحید الله خان وایس آف امریکا ډیوه ته وایي وزیراعظم ممکنه ده مطمین وي خو د پیښور اوسیدونکي ددې پروژې نه سخت اغیزمن شوي دي.

دې منصوبې د پیښور د ددو زرو نه زیات زوړ تایخي شکل تباه کړی دی. په دې چې څومره خرچه وشوه دا به اوس د پیښور اوسیدونکي ورکوي او دې لړ کې چې چا هم وزیراعظم ته د "هر څه سم دي" راپور ورکړی دی دغه خلق د صوبې او د پیښور مجرمان دي.

شکیل وحید الله خان غوښتنه کوي چا چې د پیښور ښکلا ته زیان رسولی باید په ډاګه کړی شي.

په یادې منصوبې ژور نظر لرونکی خبریال لحاظ علي بیا د حکومت دا ادعاوې ردوي چې ګني زیاتره کار سرته رسیدلی دی.

"تعمیراتي کار لا ټول نه دی مکمل شوی. دې وخت کې په څو سټیشنو کار روان دی، د اوبو د وتلو نظام هم سم نه دی، په یونیورسټي روډ د اوبو د نکاسۍ نظام هم سرته نه دی رسیدلی او دغه شان د حیات آباد او ډبګري باغ د ډپوګانو کار هم نیمګړی دی"

وایي په کوم رفتار چې کار روان دی، نیزدې وختونو کې د بي آر ټي د فعالیدو امکانات کم په نظر راځي.

بلخوا یو وکیل عیسا خان ایډوکیټ پیښور هایي کورټ کې یو درخواست جمع کړی وو چې منصوبه کې دې د بډو رشوتونو پلټنې وکړی شي او هایي کورټ تیر کال په ۱۴م نومبر ایف آیي ای ته امر کړی وو چې پنځو څلویښتو ورځو کې دې پلټنې سرته ورسوي.

عیسا خان وايي پلټنې وشوې خو صوبایي حکومت سترې محکمې ته لاړو او هلته نه یې په ۲۴م دسمبر حکم امتناعي تر لاسه کړه.

ددې نه وړاندې جولایي دوه زره اتلسم کې هم پیښور هايي کورټ نیب ته امر کړی وو چې د بي آر ټي د معاملاتو پلټنې دې وکړي خو صوبایي حکومت سپریم کورټ ته ددغې فیصلې په شا کولو لپاره تلی وو او د هاغه وخت مشر قاضي جسټس میا ثاقب نثار په ۴م ستمبر د هایي کورټ فیصله معطله کړې وه.

حکومت وایي دوي د پلټنو نه نه په شا کیږي خو یو ځل چې دا منصوبه سرته ورسي که بیا پلټنې ایف آیي ای کوي او که نیب، دوي به ورسره پوره مرسته کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG